د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د کابل د راتلونکي کنفرانس هدف په افغانستان او سیمه کې د ثبات راوستل، د هیوا دونو اقتصادي وده، یوپربل باوري کېدل او یو تربله د همکاریو د ګډې فضا رامنځته کول دی.
ټاکل شوې ده، چې داکنفرانس د جون په میاشت کې په کابل کې جوړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین د دې کنفرانس لپاره د تیاریو د یوې غونډې د پرانستل کېدو پرمهال خبریالانو ته وویل؛ چې د کابل جوړیدونکې کنفرانس د هغه کنفرانس سلسله ده، چې تیرکال په اسټانبول کې جوړ شوی و.
لودین وویل، د اسټانبول په کنفرانس کې د افغانستان د ثبات او د اسیا د څوارلسو هیوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو ژمنې شوې وې.
ده وویل، افغان حکومت ترډیره حده توانیدلې، چې شوې ژمنې عملي او راتلونکي تدابیر د غونډې مشورې ته وړاندې کړي:
″موږ هیله مند یو د دوستو هیوادونو نظریات ولرو او وکړای شو، د ټولو ترمنځ ګډ تفاهم رامنځته کړو، هیله ده، د استانبول د کنفرانس ژمن هیوادونه د افغانستان او د سیمې د هېواد د ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره بیاهم ژمنې وکړي، د مرستو محور افغانستان دی، ځکه چې افغانستان جنګونو اړ کړی او ثبات یې د سیمې ثبات دی.″
کتونکي وایي، د افغانستان په باب له دې مخکې هم کنفرانسونه جوړ شوی او ډېرو هیوادونو په کې د همکاریو ژمنې کړې دي، خو دوخت په تیریدو سره لیدل شوی چې ځینو هیوادونو خپلې ژمنې په ښه توګه نه دي عملي کړي.
د سیاسی چارو پوه زبیر شفیقي هیله ښيي، چې د کابل د کنفرانس پریکړې د تیرو کنفرانسونو په نسبت جدي ونیول شي او نړیوال یې وڅاري:
″داسټانبول په کنفرانس کې د افغانستان سره د همکاري ژمنې شوې وې، خو لیدل کېږي، چې دا ژمنې په ښه توګه عملي نه شوې، هیله ده د کابل په کنفرانس کې کېدونکې ژمنې، جدي ونیول شي او نړیوال څارونکې یې وڅاري.″
خلک وایي، سره له دې چې دافغانستان په هکله په تیرو کنفرانسونو کې هم د همکاریو ژمنې شوي، خو لیدل کېږي اوس هم په هیواد کې لاسوهنې روانې دي او هڅه کېږي، چې د سولې روانې هڅې له خنډ سره مخ کړي.
خو د بهرنیو چارو وزارت هیله ښيي، چې د سیمې د هیوادونو ژمنې به په افغانستان او سیمه کې د ثبات، اقتصادي ودې او یو تربله د همکاریو په پراختیا اغیز وکړي.
راپور: خان محمد سیند