د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۳۹

د سوریې مساله دې د مجرمینو نړیوالې محکمې ته وړاندې شي


په ملګرو ملتونو کې بشري حقونو مشره نیوي پېلي
د راپورونو له مخې د سوریې حکومتي ځواکونو پرون په حمص ښار کې د مخالفینو پر هډو باندې حملو ته دوام ورکړی وو. په دې حملې کې لسګونه تنه وژل شوي دي.

″نیوي پیلې″ په ژنیف کې په یوې اضطراري غونډې کې وویل، په سوریې کې د اوضاع د لا خرابیدو او له بشري حقونو څخه د سختو سرغړاویو راپورونه یې تر لاسه کړي دي.

پیلې د بشارالاسد رژیم له بشري حقونو څخه په سرغړاوي تورن کړ او له دمشق څخه یې وغوښتل؛ چې نړیوالو بې طرفه څارنکو او بشري کارکونکو ته اجازه ورکړي، چې دې هیواد ته ولاړ شي. نیوي پیلې وویل، د سوریې په ناکراریو کې چې دا دی یوولس میاشتې یې کیږي شاو خوا پینځه سوه ماشومان وژل شوې دي.

د روان میلادي کال په جنوري کې اتیا ماشومان ووژل شول.

په سوریې کې د بشري حقونو وضعیت د تیرکال له نوامبر راهیسې ډیر زیات خراب شوي دي. حکومت نه دې توانیدلی، چې د خپلو اتباعو د ساتني مسوولیت تر سره کړي، حکومتي ځواکونو په پرله پسې توګه له بشري حقونو څخه لویې سرغړونې کړې دی. د بشر پر وړاندې په ډیر لوړ حد کې جنایت شوی او حکومت هم ظاهراً ترې خبر وو.

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د ادارې مشرې یو وار بیا ټینګار وکړ، چې د سوریې مساله باید د مجرمینو نړیوالې محکمې ته وړاندې شي. په عین حال کې په ژنیف کې پرون د سوریې استازی له غونډې ووت او هغه یې بې ګټې وبلله.

د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونود بشری حقونو شورا چې اوه څلویښت غړي لري؛ د هغه پریکړه لیک ملاتړ کړی، چې په کې په سوریې کې د اعتراضونو ځپل او د بشري حقونو څخه سرغړاوي غندل شوي.

دوی له دې پریکړه لیک څخه ملاتړ کړی، خو روسیه وایي، چې ویتو به یې کړي. روسیه وایي، په دې اړه بحث باید په دې په یوې غیر سیاسي او جوړونکې فضا کې تر سره شي.
XS
SM
MD
LG