امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپانه لیکي، امریکایي مقاماتو پر خپلو ځواکونو د افغان عسکرو له مرګونو حملو وروسته چې کله خپل سلګونه پوځي او ملکي کارکونکي په کابل کې له افغان دولتي ادارو راوبلل، داسې ښکاري چې افغان ځواکونو ته به د امنیتي مسوولیتونو د لیږد کار له بې سارو ستونزو سره مخامخ شي.
ورځپاڼه زیاتوي امریکا، بریتانیې، جرمني او فرانسې د یکشنبې په ورځ خپل مشاورین له وزارتونو او نورو دولتي ادارو راوبلل.
د بګرام په هډۍ کې تیره اونۍ د قرانکریم د نسخو سوزولو په دې هېواد کې د اعتراضو څپې راوپارولی او د نارامې لامل شوې.
وال سټریټ ژورنال لیکي، له دولتي ادارو د مشاورینو ویستل نه یواځې افغانستان د متخصینو له کموالی سره مخامخ کوي بلکه دا پیغام هم رسوي چې نړېوالې ټولنې په داسې یوه حکومت چې د تیرو لسو کلونو په موده کې یې په ملیاردونه ډالره ورباندې لګوي خپل باور له لاسه ورکړی.
واشنګټن پوسټ:
بله امریکایي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په همدې اړه لیکي، که څه هم چې په ډیرو برخو کې د امریکایي مشاورینو او افغان مقاماتو همکاري کمه شوې، او سره له دې چې له دولتي ادارو اوس د مشاورینو ویستل بند شوی خو بیا هم دا څرګنده نه ده چې د افغان او امریکایي عسکرو ترمنځ د اعتماد فضا به څرنګه بیا ورغول شي.
یو امریکایي پوځي چې په کابل کې د مشاور په توګه کار کوي واشنګتن پوسټ ته ویلي له عادي حالته لا هم تهدیدونه ډیر دي او دا حالت به په اساني بیرته بدل نه شي.
هغه ویلي کله چې مشاورین وزارتونو ته ځې نو دوي به د پخوا په شان له شپږو تر لسو ساعتونو پورې پاتې نشي بلکه امکان لري چې لنډ وخت لپاره ورشي.
واشنګټن پوسټ زیاتوي، لوړ رتبه امریکایي مقاماتو هڅه کړې څو د دې هېواد خلک چې له جګړو ستړي شوی بیا مطمین کړی چې د راتلونکې کال تر نیمایي پورې به په افغانستان کې د ناټو پوځې ماموریت خپل پاې ته نژدي شي.
دې مقاماتو ویلي، هڅه به وشي چې تر دې ماموریت وروسته یو لږ شمېر امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي او دوې ته چندان خطر متوجه نه وي.
د ورځپاڼې په حواله پوځې کار پوهان په دې اند دی چې که چیرته امریکایي عسکر کم وي، نو د افغان عسکرو له ډیرو احتمالي حملو سره به مخامخ شي.
ورځپاڼه لیکي، چې په عراق کې پر امریکایي ځواکونو د دې هېواد د عسکرو حملې ډیر کمې وې خو په افغانستان کې د دې حملو سرچېنه د امریکایي او افغان عسکرو په فرهنګې تفاوت کې ده.