د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۰۷

د یمن ولسمشر په رسمي توګه له واکه لیرې شو


د یمن ولسمشر علي عبداله صالح په رسمي توګه له واکه لیرې شو، ده څه باندې دیرش کاله پر یمن واکمني وکړه.

په پایتخت صنعا کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې نن صالح په رسمي توګه واک خپل مرستیال عبدالرب منصور هادي ته وسپاره چې د تیرې اونۍ په انتخاباتو کې چې یواځنی کاندید وو وټاکل شو. له واکه د لیرې کېدو په بدل کې به عبداله صالح له قانوني تعقیب څخه خوندي وي.

صالح چې تیره اونۍ په متحد ایالاتو کې له درمنلې وروسته خپل هېواد ته ستون شو څلورم سابقه لرونکی مشر دی چې د عربو د پسرلي له پاڅون څخه راهیسي له واکه لیرې شوی.

تبصرې کتل (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG