د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۰

ترکان د خپل پخواني برم په وړاندې کولو، نه شرمېږي


ترکان نور نو په هېواد کې دننه او بهر نندارې ته د خپل پخواني برم له وړاندې کولو نه شرمېږي. لکه څنګه چې یو ترکی فلم جوړوونکی وايي، هغه وخت راغلی چې نړیوالو ته د ترکیې تاریخ بیان شي.

که د خلکو بېساري شمېر ته چې په روانه اونۍ کې یې د 1453 کال د فتحې فلم ولید، وکتل شي هغه وخت ښايي رارسېدلې وي.

(څرنګه چې زموږ پیغمبر (ص) اټکل کړی قسطنطنیه به فتح کېږي. د هغې فاتح او سرتېري به یې مبارک خلک وي.)

دا د 1453 کال د فتحې په نوم د فلم پیل دی چې صحنې یې له تشدد، جنسي اړیکو او سمبولونو ډکې دي، څو لیدونکو ته ووايي چې څنګه عثماني امپراتور دوهم سلطان محمد د ختیځ بېزانتین یا په بل عبارت د روم د امپراتورۍ زړه ونیو او د استانبول نوم یې پرې کېښود.

د فلم ډایرکټر فاروق اکسوی دی چې د اولس میلیونه ډالرو په لګښت او د دولتي ادارو په پراخه مرسته یې دا فلم جوړ کړ:

(د استانبول فتح یو بېساری او په زړه پورې داستان دی. دې داستان د نړۍ تاریخ ته د کتنې لوری بدل کړ. زه غواړم دا داستان نه یوازې د ترکیې خلکو بلکې ټولې نړۍ ته بیان کړم. له بهره د تقاضا زیاتېدو ته په پام سره موږ احساس کوو چې دې هدف ته رسېدای شو.)

ویل کېږي د 1453 کال د فتحې فلم د پرانیستو په لومړیو دوو ورځو کې یواعشاریه څلور میلیونه خلکو په ترکیه کې دننه ولید او اټکل کېږي چې په راتلونکو اونیو کې به په دې هېواد کې د فلمونو ټول پخواني ریکارډونه مات کړي. د دې فلم بریا ښايي له ګڼو اړخونو په هغه مینه کې نغښتې وي چې ترکان یې د عثماني امپراتورۍ پرمهال د خپلې پرتمینې ماضي له بیایادونې سره لري. د ډېرشمېر ترکانو په نظر دا فلم د دوی د تاریخ بیا کشف دی.

د تاریخ دا ډول مثبت تعبیر، د ترکیې د اسلامي بنسټ لرونکي AK ګوند د لس کلنې واکمنۍ په کلونو کې نورهم وغوړېد. د کارپوهانو په وینا هغه بېسارې اقتصادي وده، چې له ترکیې څخه یې د اروپا د ناروغه سړي نوم لېرې کړ او د اروپا د پړانګ لقب یې ورکړ، ښيي چې د ترکیې دا تاریخي بېداري د AK ګوند له نظریاتو سره بشپړ مطابقت لري.
XS
SM
MD
LG