د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

ولسمشر کرزي د سولې په اړه د حزب اسلامي د وروستي اعلان هرکلی وکړ


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي وویل، چې په هیواد کې د سولې لپاره له پاکستان سره له وروستیو اړیکو سره سره له طالبانو سره د خبرو لپاره په قطر کې له روانو هلو ځلو سره موافق دی.

ښاغلي کرزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبری کنفرانس ته په وینا کې پاکستان ته خپل وروستی سفر مهم وباله او ویې ویل، چې له پاکستاني چارواکو سره د سولې په اړه یو لړ موافقو ته پکې رسیدلی دی.

نوموړي وویل، چې افغان دولت له دې سفر نه وروسته په خپلې اعلامیې کې بیا هم په قطر کې د طالبانو له دفتره موافقه اعلان کړې او په دې اړه یې امریکايي چارواکو ته هم ډاډ ورکړی دی:

″موږ خپلو پاکستاني ورونو ته وویل، چې افغانستان د سولې د عالي هدف لپاره، چې د افغانستان د خلکو اوله غوښتنه ده، د قطر له دفتر سره موافقه کړې ده، یعنې د طالبانو لپاره په قطر کې د دفتر لپاره موافقه کړې ده.

خو دا چې مذاکره به چېرې کیږي، د اچا له خوا به کیږي، دا به د افغانانو فیصله وي دا به د افغانانو مالکیت وي او د افغانستان اعلامیه کې د قطر د دفتر تایید شوی دی او په دې اړه مې د امریکا حکومت او د امریکا رییس جمهور ته اطلاع هم ورکړه. ″

ښاغلي کرزي وویل، له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د افغان دولت او د وسله والو طالبانو د مشرانو ترمنځ مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

نوموړي له پاکستانه تمه وښودله چې په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.

پاکستان ته جمهور رییس حامد کرزي دغه سفر څو ورځې مخکې کړی و، چې په هغې کې یې د افغانستان، پاکستان او ایران په درې اړخیزې غونډه کې برخه هم واخیستله.

ښاغلي کرزي د پاکستان د صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني له خوا د وروستۍ اعلامیې هرکلی وکړ، چې په هغې کې نوموړي د افغان دولت پر ټولو ډلو غږ کړی، چې د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.

حامد کرزي همداراز په دې خوښي وښودله چې د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د پاکستان د صدراعظم د دغه غږ هرکلی کړی دی:

″په دې لړ کې د حزب اسلامي د مشر جناب حکمتیار صاحب د پاکستان د اعلامیې څخه ملاتړ ستایو او هیله مو دا ده، چې دا د دې باعث شي، چې مذاکرې ژر تر ژره شروع شي او زموږ د حزب اسلامي ورونه هم په دې مذاکراتو کې شریک شي او یو ځل بیا مې دا ارزو ده، چې زموږ طالبانو ورونه، حزب اسلام او نور هر هغه څوک چې د دې موقع په لټه کې دي، چې خپلې خاورې ته راشي او له دې خاروې څخه استفاده وکړي، وکړای شي له دې موقع څخه دې اسفتاده وکړي.″

په دې وروستیو کې د حزب اسلامي یوه چارواکي غیرت بهیر د پاکستان د صدراعظم د وروستۍ اعلامیې هرکلی وکړ او ویې ویل، چې ګوند یې تل د سولې په پروسې کې د ټولو ښکیلو خواوو د ګډون غوښتنه کړې.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې تر دې مخکې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو یو ډول مخالفت ښودلی و.

په عین حال کې پاکستان هم لا تراوسه په ډاګه د طالبانو او امریکايي چارواکو له وروستیو اړیکو رسمي ملاتړ نه دی ښودلی.

داسې ښکاري چې د طالبانو او امریکايي چارواکو وروستیو اړیکې د افغانستان او پاکستان حکومتونه او حزب اسلامي سره نږدې کړي دي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG