وروسته له هغې چې پرون د کورنیو چارو په وزارت کې یوه وسله وال دوه امریکايي پوځي سلاکاران په ډزو ووژل، ناټو خپل ټول هغه مشاورین چې د افغان دولت په وزارتونو او ادارو کې کار کوي، له وظیفو رابللي دي.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الین وویل، د حمایوي تدابیرو په لړ کې له افغان ادارو څخه يې ټول مشاورین رابللي دي.
راپورونه د ناټو د مقاماتو په حواله چې نومونه يې نه دي یاد شوي ویلي چې
چې د حمله کونکي هویت معلوم نه دی او دوی يې د نیولو او د دې پیښې د علت او څرنګوالي د معلومولو په لټه کې دي.
وسله والو طالبانو ادعا کړې چې برید د دوی یوه کس کړی او دا حمله د امریکايي ځواکونو له خوا د قران شریف د سوځولو د پیښې غچ وو.
په عین حال کې د امریکا د دفاع وزارت ویلي، د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبد الرحیم وردګ خپل امریکايي سیال ته تیلیفون کړی، له هغه څخه د دې پیښې له امله بخښنه غوښتې او خپله غمرازي يې ورسره شریکه کړې ده.
د امریکا د دفاع وزارت د مطبوعاتو د څانګې مسوول جورج لیټل په خپله اعلامیه کې ویلي، دا عمل د منلو وړ نه دی او په کلکه يې غندي.
نوموړي د افغانستان د دفاع د وزیر په حواله ویلي، چې ولسمشر حامد کرزی په پام کې لري، چې مذهبي مشرانو، د پارلمان اوسترې محکمې له غړو او لوړ رتبه دولتي مقاماتو سره وویني څو د نړیوالو ځواکونو څخه د ساتنې په لړ کې بیړني ګامونه واخستل شي.
جورج لیټل ویلي متحده ایالات به د وسله والو سخت دریځو فعالیتونو او ګواښونو په وړاندې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي څو افغانستان داسې یو هیواد شي؛ چې د خپلو امنیتي چارو مسوولیت په خپله ترسره کړي.
بل لورته راپورونه وايي، چې په باګرام زندان کې د قران کریم د نسخو د سوځول کیدو په عکس العمل کې د افغانستان په ګڼشمیر سیمو کې د مظاهرو او تاوتریخوالي له امله تر دې دمه لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.