د هیواد یو شمېر دیني عالمان که له یوې خوا قران کریم ته شوی سپکاوی غندي خو وايي، چې د دې اهانت په غبرګون کې چې د مظاهرچیانو له خوا کوم تاوتریخوالی کیږي هغه هم په اسلام کې نشته.
د کابل د عربي دارالعلوم رئیس مولوی عبدالسلام عابد وویل د بګرام په هوايي ډګر کې چې څه پیښه شوې، د غندلو وړ ده او د هیواد د وضعیت د لا خرابیدو سبب کیږي.
خو نوموړي د دې پیښې په غبرګون کې د خلکو له خوا په مظاهرو کې تاوتریخوالی هم غیراسلامي کار وباله:
″له سوځولو، ورانولو او هر هغه څه نه باید ډډه وشي، چې د مسلمانانو په زیان دي او که چېرې څوک مظاهره کوي، هڅه دې وکړي، چې په سمه او سوله ییزه توګه دې وکړي، داسې چې هم خپل احساسات په کې څرګند کړي او هم یې نتیجه ترلاسه کړي، نو په افغانستان کې، چې مسلمانانو کوم کارونه کوي، چې په ډېرو ځایونو کې د ورونو د شهادت او د ودانیو د ورانېدو سبب کیږي، نه یې عقل تاییدوي او نه یې هم شرع.″
په بګرام هوايي اډې کې د امریکايي ځواکونو له خوا قران کریم ته د شوي سپکاوي پرضد د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وشوې، چې په لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله او خلکو ته پکې مالي زیانونه اوښتي.
دا چې په افغانستان کې په اکثرو مواردو کې مظاهره کوونکي په تاوتریخوالي لاس پورې کوي، د مظاهرې په سیمه کې باراز تړل کیږي.
د جمعې په ورځ چې هم د څرخه پله په سیمې کې مظاهره وه، دکانونه بند و خو بیا هم عیني شاهدان وايي، ځینو مظاهره چیانو د عامو خلکو پر موټرو هم وارونه وکړل:
″۱- زما نوم روح الله دی، دلته هوټل لرم. د خدای په فضل موږ ته کوم تاوان راونه رسیده، خو نورو خلکو ته تاوان ورسیده، د شخصي موټر شیشې به یې ماتولې. مظاهره خو دا ډول نه وي، مظاهره باید سوله ییزه وي. دا خو مظاهره نه وه، هسې خوشې چټي یې شور جوړ کړی و.
۲- دوی چې دا موټرونه او عام خلک ولي، دا خو ډېر غلط کار دی، خلکوته تاوانونه رسوی، دا خو د مسلماني په چوکاټ نه شته.
۳- خلکو ته ډېر تاوانونه ورسیدل، دلته یو موټر چې بیخي یې ویجاړ کړ.″
د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د څرخي پله په سیمه کې د تیرې جمعې د ورځې په مظاهرې کې وسلوال کسان هم موجود و چې له پولیسو سره یې ډزې تباله شوي دي.
د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکو په دې مظاهرې کې د یوه پولیس او دریو مظاهره کوونکو ټپي کیدل تایید کړي.
بلخوا افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم خبرداری ورکړی چې پولیس به هغه کسان ونیسي چې د خلکو له مظاهرو نه د تاوتریخوالي لپاره ګټه اخلي.
راپور: احمد زبیر ژمن