د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۸

د ٦٠ هېوادونو استازو په تونس کې غونډه وکړه


د لږترلږه شپيتو عربي او غربي هیوادونو استازو چې د ( سوریې د ملګرو) په ډله کې شامل دي نن په تونس کې سره وکتل.

خبریالان وايي چې ګډون کوونکي به جمهور ریس بشار الاسد ته خبرداری ورکړي چې عاجل اوربند ټینګ کړي او اجازه ورکړي چې د حمص په څير ښارونو ته چې ملکي خلک په محاصره کې دي خوراکی مواد او نورې بشري مرستې واستول شي.

د عرب لیګ مشر نبیل البرالعربي نن وویل :

̋دا غونډه د دې لپاره نه ده چې د یوه پوځي پلان پرېکړه وکړي . دا غونډه د عربي هېوادونو د وړاندې شوي پلان په اړه د خبرو لپاره ده چې د واضح اقداماتو او له احتیاط څخه ډک پلان پر اساس د یوه سوله ایز حل غوښتنه کوي̋

په سوریه کې د تېر یوولس میاشتني تشدد د پاى ته رسیدو لپاره به تونس له خپل لوري د حل یو وړاندیز وکړي چې په هغه کې سوریې ته د سوله ساتي ځواکونو استول او د بشار الاسد له واکه ليرې کېدل هم شامل دی.
XS
SM
MD
LG