په کابل کې د پارلمان د ودانۍ مخې ته یوې وړې خو ډیرې قهرجنې ډلې مرګ پر اوبا او کرزی او ژوندی دې وې اسلام شعارونه ورکول.
دې ته ورته مظاهرې د افغانستان په نورو ښارونو کې هم وشوې له دې ډلې په پروان ولایت کې د سیمه ایزو مقاماتو په وینا د مظاهرو کونکو او پولیسو ترمنځ د شخړو په نتیجه کې څلور کسه ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
ټایمز لیکي، د افغانستان د کورنیو چارو او روغتیا وزارت په دې مظاهرو کې په ټول افغانستان کې د وژل شوېو کسانو شمېر اوه کسه یاوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په مزار شریف کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د پروسږنې حملې د احتمالي تکرار څخه د ویرې په خاطر په خپلې اعلامیې کې څرګنده کړه، چې ملګري ملتونو اسلامي عقایدو، فرهنګ او عنعناتو ته ډیر سخت درناوی لري.
په عین حال کې ولسمشر کرزي د چارشنبي په ورځ د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د متحد ایالاتو د دفاع د وزیر له مرستیال اشتون کارتر او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له قوماندان جان الن سره وکتل او هغوې ته یې وویل، هر څومره ژر چې ممکنه وي که د بګرام د زندان کنترول افغان مقاماتو ته وسپاري نو په هماغه اندازه به دا ډول خواشینونکې ستونزې کمې شي.
ولسمشر کرزي همدا شان له جنرال الن څخه وغوښتل چې د قران مجید د نسخو د سوزلو په اړه د څیړنو لپاره دې د افغان حکومت له پلاوې سره مرسته وکړي.
ټاکل شوې، چې د بګرام زندان کنترول راتلونکې میاشت افغان ځواکونو ته وسپارل شي او دا نیټه د ولسمشر کرزي له خوا ټاکل شوې ده، خو امریکایي مقامات د دې نیټې د ټاکلو په اړه شک لري او وایي، اوس مهال افغان ځواکونه دا توان نه لري چې د بګرام زندان چارې چې څه باندې درې زره طالبان او د القاعده شبکې غړې په کې دې سمبال کړاي شي.