د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

"د ځمکني ټرانسپورټ د تنظیم لپاره مو یو نوی طرز العمل جوړ کړی"


د ترانسپورټ او هوايي چلند د وزارت سرپرست داود علي نجفي په هېواد کې د دې طرزالعمل په عملي کېدو او ترافیکي پیښو پر مخنیوي ټینګار وکړ.
د ترانسپورټ او هوايي چلند د وزارت سرپرست داود علي نجفي په هېواد کې د دې طرزالعمل په عملي کېدو او ترافیکي پیښو پر مخنیوي ټینګار وکړ.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د نوي طرزالعمل د رامنځ ته کولو هدف یې د ترافیکي پیښو مخنیوی او د مسافرو او اموالو خوندي کول دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند د وزارت سرپرست داود علي نجفي په هېواد کې د دې طرزالعمل په عملي کېدو او ترافیکي پیښو پر مخنیوي ټینګار وکړ.

نوموړي د همدې طرزالعمل په اړه د ترانسپورټ وزارت د ولایتي مسئولینو یوه ورکشاپ ته په وینا کې وویل، چې په دې طرزالعمل کې د موټرو لپاره د بار اندازه او د مسافرو شمېر ټاکل شوی دی:

"په طرزالعمل کې سرعت ثبت دی، چې څومره و اوسي، په یوه بس کې څومره مسافر باید و اوسي، یو موټر څومره څوکۍ لري او څومره مسافر باید یوسي، څومره بار باید یو سي، دا ټول په طرزالعمل کې شته دي، خو زموږ ستاسو دنده دا ده چې له تطبیق نه یې څارنه وکړو، که څارنه یې ونه کړو، کومه ګټه نه لري."

د ترانسپورټ او هوايي چلند د وزارت د چارواکو په وینا نوی طرزالعمل یې په پنځو فصلونو او شپږو څلویښتو مادو کې برابر کړی چې سر له راتلونکې اونۍ به یې په عملي کیدل پیل شي.

د دوې په وینا په دې طرزالعمل کې له ډيرو نورو مادو سربیره دا هم راغلي چې موټرونه باید هر شپږ میاشتې وروسته له تخنیکي پلوه معاینه شي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په داسې حال کې نوی طرزالعمل جوړ کړی، چې ویل کیږي په افغانستان کې د بار وړونکو موټرو له اندازې زیات بارول له ترافیکي پیښو سربیره د سړکونو د خرابیدو لامل هم شوی دی.

خو بل خوا د ترانسپورټ د چارو یو شمېر پوه کسان د دې طرزالعمل عملي کول یو ستونزمن کار بولي، ځکه د دوې په وینا عملي کول یې په بېلابېلو ادارو اړه لري.

د ترانسپورټ او هوايي چلند پخوانی وزیر حمیدالله قادري په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"خو د دې تطبیق به ستونزې ولري، ځکه دلته سړک د فواید عامې وزارت جوړوي، ساتنه یې هغوي کوي، په ښارونو کې بیا په ښاروالۍ پورې اړه لري او استعمالوي یې د ترانسپور وزارت.

زه فکر کوم چې دلته به د بېلابېلو ادارو ترمنځ همکاري ستونزمنه وي، بل د دې په تطبیق کې د امنیتي ارګانونو همکاري هم مهمه ده.
"

د راپورونو له مخې د ترانسپورټي قواعدو د نه مراعت کیدو له امله په افغانستان کې د ترافیکو پیښو له امله د خلکو مرګ ژوبله د روانې جګړې له مرګ ژوبلې سره ډیر توپير نه لري.

که څه هم د ترانسپورټ وزارت چارواکو په دې اړه وروستي ارقام ورنه کړل، خو وايي په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په افغانستان کې شاوخوا یو زرو څلور سوه کسان په ترافیکي پیښو کې وژل شوي و او څه باندې دوه دیرش زره نور ټپیان شوي و.

خو د خلکو د سر او مال د زیان د مخنیوي لپاره د ترانسپورټ لپاره د نوي طرزالعمل پلي کول یوازې د چارواکو اقداماتو نه بلکې د خلکو پاملرنې او همکارۍ ته هم اړتیا لري.
XS
SM
MD
LG