د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۲۶

"د مصر او امریکا نژدې اړیکې د دواړو په ګټه دي"


د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې د دوشنبې په ورځ هیله څرګنده کړه، چې هېواد به یې د امریکایي او غیر دولتي موسسو د نورو بهرنیو کارکونکو په سر له مصر سره لانجې ته د حل لاره ومومي.

په مکسیکو کې د شلو هېوادنو د ډلې په کنفرانس کې تر خبرو وروسته میرمن کلنتن د مصر له پوځي چارواکو سره د بحثونو په اړه لږ توضیحات ورکړل، خو دا خبره یې تکرار کړه چې متحد ایالات په دې اړه ډیره اندیښنه لري:

(زه غواړم چې تاسو په واضحه توګه په دې پوه شﺉ، چې موږ نه یواځې د حالاتو په اړه سخته اندیښنه لرو بلکه له دې لپاره هم اندیښمن یو چې دا وضعیت نه یواځې په مصر کې پر امریکایي او غیر دولتي موسسو کارکونکو اثر لري بلکه په دې مسلې کې د نورو هېوادنو خلک او ان خپله مصریان هم تورن بلل شوي.

په دې وروستیو ورځو کې موږ په لوړه سطح یوه ډله په قاهرې کې لرو، چې هڅه کوي په دې مسلې باندې کار وکړي او څومره ژر چې ممکنه وي ورته د حل لاره پیدا کړي.)

د جمهوري غوښتونکو د نړېوال انسټیټوټ له مدیره هیات څخه ګراهم وایي هغه تورنه چې د یو شمېرغیر دولتي موسسو پر کارکونکو لګول شوي بې اساسه دي او د کوم چاله خوا د سیاسي انګیزې په اساس لګول شوي دي:

(د غیر دولتي موسسو تعقیب داسې یو عمل دی چې سیاسي انګیزه لري هغه چا چې دا مسله رامنځ ته کړي فکر کوم چې کومه اجنډا لري چې نشي کولای ګټه ولري.

د یوه امریکایي په توګه کله چې څوک د دې موسسو په اړه خبرې شوې ماته سپکاوی ښکاري. )

د مصر د قضایې سرچېنو په حواله ټاکل شوې ده چې د درې څلویښت دیموکراسي غوښتونکو فعالانو محاکمه به چې نولس تنه هغه امریکایان هم په کې دې چې په مصر کې یې د غیر دولتي موسسو د عملیاتو لپاره په سمیزو او بهرنیو موسسو لپاره کار کاوه، د یکشنبې په ورځ تر سره شوي.

واشنګتن لا دمخه دې ته اشاره کړې، چې دا کار کولای شي چې له مصر سره یې له اوږدې مودې اړیکې زیانمنې کړي.

په تورنو کسانو کې بې له امریکایانو د سربیا، ناروي او جرمني اتباع، خپله مصریان، فلسطنیان او اردنیان هم شامل دي.

امریکايي سناتور جان مکېن وايي، مارشال حسین تنتاوي چې د مصر د پوځ قومانده یې په لاس کې ده د مصر او امریکا تر منځ د لانجې د حل لپاره پر کارکولو یې مطمین کړي دی او اوس مهال د دې دواړو متحدینو تر منځ اړېکې د څو لسیزو په موده کې خپل تر ټولو بد حد ته رسیدلې دي.

د دوشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د مکېن له دې علني څرګندونو ښکاري چې دواړه خواوې هڅه کوي چې روان کړکېچ لپاره د حل لاره پیدا کړي چې په مصر کې یې د امریکا مرستو ته ګواښ پیښ کړي او هغه دیموکراسی ته انتقال په برخه کې یې د دې هېواد اعتماد لړزولی دی:

(هغسې چې موږ دلته په مصر کې بحثونه تعقیب کړي داسې ویل کېږي چې د ناټو د غړو له خوا د مصر حاکمیت سره یې زیاتی کړی او د دې هېواد په کورنیو چارو کې مداخله شوې ده، خوهیڅ شی له حقیقته دومره لرې نه وي.)

جان مکېن چې د کانګرس د یوه هیات مشري کوي او په منځنې ختیځ کې بېلابېلو هېوادنو ته سفر کوي همدا شان افغانستان ته به هم ځې هڅه کوي چې قاهرې ته د متحد ایالاتو او مصر تر منځ د اړیکو د اهمیت په اړه د اطمینان پیغام ورکړي.

مکېن وویل، مصر ته د متحد ایالاتو د مرستو د بندولو تهدیدونه چې اوس په کال کې پوځ ته تر یو اعشاره درې بیلونه ډالرو پورې رسي او شاوخوا دوه نیم سوه میلونه یې اقتصادي چارو ته،ممکنه ده چې دا ډول لانجه ورباندې اغیز وکړي.

تیر کال په مصر کې د سختو اعتراضونو په ترڅ کې ددې هیواد پخوانی ولسمشر حسنی مبارک له واکه لری شو. متحد ایالاتو ددې مظآهرو ملاتړ کاوه.

د حسنې مبارک د واکمني په وخت کې مصر د واشنګتن ډیر نژدې عرب متحد وو. همدا شان یې د ترهګرې او بنسټ پالو مسلمانو ډلو پرضد جګړې کې نژدې ملګری پاتې شوی.

مبارک همداشان د مصر او اسراییل تر منځ د نولس سوه اوه نویم کال دسولی معاهده هم ساتی وو چې په منځنې ختیځ کې د متحد ایالاتو د بهرنې پالیسي په اساس بنیاد شوی وه.
XS
SM
MD
LG