واشنګټن پوسټ ورځپاڼې امریکایې ځواکونه به په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته پاتې شي، تر سرلیک لاندې د افغانستان لپار د امریکا د یوه پخوانی سفیر رونالد نیومان په قلم یوه مقاله خپره کړې چې د پیل په کرښو کې لیکي:
د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیتا روانه میاشت په خپلو دی څرګندونو سره چې د امریکا رول به په افغانستان کې مشورتي ته بدلیږي، ډیرسوه تفاهم رامنځته کړ.
د ورځپانې په وینا رسنیو د پانیتا دغه څرګندونې داسې وانګیرلې، چې ګواکې امریکا له افغانستانه د خپلو عسکو ایستل ګړندی کوي حال دا چې سپیني ماڼۍ تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده کړې او نه هم افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د انتقال په ستراتیژي کې بدلون راغلی.
واشنګټن پوست وړاندې لیکي، یوه مسله چې د خلکو سوتفاهم یي زیات کړی دا دی چې دوې افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د لیږد په اړه سم نه دی پوه.
د ورځپاڼې په وینا دغو ځواکونو ته د مسولیتونو انتقال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له مهال ویش سره نه دی تړلی.
بلکه هدف دا دی چې افغان امنیتي ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته زیاتره پوځي عملیات په خپله پرمخ یوسي خو بهرني مشاورین به یې بیا هم په څنګ کې وي.
واشنګټن پوست همدا شان لیکي، امریکایې ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغان امنیتي ځواکونو سره، د لوژیستکي، هوایي ملاتړ او روغتیايي چارو په برخه کې مرستو ته ترحد اقل ۲۰۱۶ کال پورې دوام ورکړي، ځکه تر دغې نیټې به افغان امنیتي ځواکونه په خپله ونه توانیږي چې دغه چارې په خپله ترسره کړي.
د واشنګټن پوست له دې لیکنې سره سم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په رول کې بدلون مهم دی، خو له دې سره سره به دغه ځواکونه تر۲۰۱۴ او له هغه وروسته د جګړو په میدان کې حضور ولري.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼه په وروستی ګڼه کې د پاکستاني طالبانو د یوی نوی مالي سرچېني په اړه په یوه مطلب کې لیکې چې پاکستاني طالبان او د هغوي متحدین په وروستیو کې د خلکو د تښتونې له لارې میلیونونه ډالر ترلاسه کوي، چې د لیکوال په باور له دې سره بهرني مرستندویه پروګرامونه له خطر سره مخامخ شوي او په دې هېواد کې جهادي شبکې او جنایت کارې ډلې پیاوړي کیږي.
نیویارک ټایمز د پاکستان د امنیتي چارواکو په حواله لیکي، شتمن کارخانې لرونکې، متخصصین، لویدیځ مرستندویه کارکونکې او د پوځي چارواکو خپل خپلوان له تیرو دریو کلونو راهیسي په نښه شوي چې د تښتونې دغې لړۍ لویو ښارونو ته هم غزیدلی ده.
د ورځپاڼی په وینا د اکثرو یرغملو د دغه دردونکې سفروروستی منزل شمالی وزیرستان دی چېری چې د امریکا د سی ای ای بی پیلوټکو الوتکو د پاکستانی طالبانو پراهدافو حملو ته زورورکړی دی.
نیویارک ټایمز د یوه ځوان پنجابی سوداګرچې تیرکال هلته شپږ میاشتی د طالبانو په ولکه کې و دا خبری راخیستی چې وایی، دا د تیارو خونو، په پټه د سفرونو او سختو وهلو ټکولو یوه نه هیریدونکو تجربه وه چې برمته نیونکو په څه بی رحمی سره د هغه له لیری خپلوانو سره د پیسو د معاملی په اړه خبری کولی.