د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

ولسمشرکرزي له اوباما سره د پخلاينې د هلوځلو په باب خبرې وکړې


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تېره شپه د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره د پاکستان له مشرانو سره له کتنو او خبرو وروسته د افغانانو په مشری د پخلاينې د هلوځلو په باب خبرې وکړې.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په دې اړه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې حامد کرزي د ټېلیفون له لارې له ولسمشر بارک اوباما سره اسلام اباد ته د خپل وروستي سفر، د پاکستان د حکومت له چارواکو او دغه راز د دغه هېواد له مذهبي مشرانو سره د خپلو کتنو په باب خبرې وکړې.

ولسمشرکرزي پاکستان ته خپل سفر ګټور وباله، ويي ويل چې ده په پاکستان کې له ټولو مهمو خواوو سره د سولې د پروسې په هکله زغردې، هر اړخيزې او مفصلې خبرې وکړې.

د متحدو ايالتونو ولسمشر پاکستان ته د افغان ولسمشر سفر افغانستان ته د سولې د راوستلو لور ته مثبت ګام وباله او هيله يې څرګنده کړه چې دا ډول هلې ځلې په راتلونکي کې هم دوام وکړي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې دواړو ولسمشرانود افغانستان، ايران او پاکستان د درې اړخيزې سرمشريزې په باب هم خبرې وکړې.

سپينې ماڼۍ په يوه خبرپاڼه کې وويل، چې د امريکا او افغانستان ولسمشرانو موافقه وکړه، چې ژر به بيا په خپل منځ کې خبرې وکړې او په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه د خپل ګډ هدف او د اوږدمهالو ستراتيژيکو همکاريو لپاره هڅې کوي له يو بل سره به په نژدې تماس کې وي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون د سولې د عالي شورا غړيو ته هم د پاکستان د سفر او خپلو خبرو په باب مالومات ورکړل.

د سولې د عالي شورا يوه غړي عبدالحکيم مجاهد ازادۍ راډيو ته وويل، چې ولسمشرکرزي له دې سفره ډېر رضايت څرګنداوه.

تر دې مخکې د ولسمشر کرزي ويندوي ايمل فيضي هم پاکستان ته د حامد کرزي وروستي سفر په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو مهم سفر بللې و او ويلي يې و چې دوي د پاکستانيانو په منځ کې لوي بدلون وليد. د خبرو فضا خورا ښه وه او دوي تر پخوا دې ته زيات خوشبينه دي چې پاکستاني چارواکي به د سولې په پروسه کې د افغانانو ملاتړ وکړي.

فيضي دغه راز رویټرز ته وويل، کله چې کرزي له پاکستاني مشرانو سره وکتل، ده ترې څو غوښتنې وکړې، خو ده د شوو غوښتنو په اړه جزیات ورنکړل.

پاکستان په ځلونو په خپله خاوره کې د طالبانو د مشرانو موجوديت او د کوټې د شورا په نوم د بلوچستان ايالت په مرکز کې د شورا وجود رد کړی دی.
XS
SM
MD
LG