د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۰۳

مصر له دمشقه خپل سفیر وباسي


دا په داسې حال کې ده، چې په سوریه کې د مظاهره چیانو ځپنه دوام لري، په عین حال کې د چین یو لوړ رتبه چارواکي چې د سوریې له چارواکو سره د خبرو لپاره دمشق ته تللی پر ټولو ښکیلو خواو يي غږ وکړ چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي

مصر پرون په داسې حال کې له سوریي څخه د خپل سفیر د ایستلو اعلان وکړ، چې د بشارالاسد د رژیم د امنیتي ځواکونو له خوا د مظاهره چیانو په وړاندې د ځپنې د دوام په خاطر د نړېوالو غندنې مخ په زیاتیدو دی.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت وویل، د بهرنیو چارو وزیر محمد حمر دغه پریکړه په دمشق کې د مصر له سفیر سره له خبرو وروسته چې اوس په قاهره کې دی، کړې ده.

د دی وزارت یوه ویاند امر رشدی وویل، له دغې پریکړې سره به د مصر سفیر تر بل امره پورې په قاهره کې پاتې شي.

مصر دغه اقدام په داسې حال کې کوي، چې په سوریه کې فعالان وایې چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو په مرکزي ناارامه ښار حمص کې چې د مظاهره چیانو د ثقل په مرکز بدل شوی، د توپونو او توغندیو بریدونه بیا پیل کړی دی.

د سوریې امنیتي ځواکونو همدا راز په دمشق کې خپل حضور پیاوړی کړی دی، په دی ښار کې د تیرې شنبې په ورځ د جنازې په مراسمو کې د یو تن وژل کېدو د رژیم ضد پراخې مظاهرې راوپارولی، چې تر اوسه یې د سوریې په پایتخت کې ساری نه دی لیدل شوی.

له دغو مظاهرو سره په یوه وخت کې د چین یو لوړ رتبه چارواکې چې د سوریې له چارواکو سره د خبرو لپاره دمشق ته تللی و، د تشدد د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ژای جون له بشارالاسد سره له خبرو وروسته پر ټولو خواو غږ وکړ، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي:

"چین د سوریې په ناارمیو کې له ټولو ښکیلو اړخونو غواړي، چې خشونت پای ته ورسوي او په ګډه د پراخو سیاسي اصلاحاتو د پلان او میکانیزم په اړه خبرې وکړي."

چین چې په نړېواله سطح یې د سوریې ملاتړ کړی، له روسیې سره په ګډه روانه میاشت د ملګروملتونو د هغه پریکړه لیک مسوده ویتو کړه، چې له مخې یې له بشارالاسد غوښتنه شوې وه، چې د مظاهره چیانو ځپل بند کړي او قدرت پریږدي.
XS
SM
MD
LG