د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۱

مکین:امریکا له یوه کمزوري دریځ څخه طالبانو سره خبرې کوي


امریکایي مخکښ سناتور جان مک کین
امریکایي مخکښ سناتور جان مک کین
امریکایي مخکښ سناتور جان مک کین پرون متحده ایالاتو ته له طالبانو سره د خبرو په وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل، دا هېواد له یوه کمزوري دریځ څخه چې اوس غواړي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، له طالبانو سره خبرې کوي.

سپینې ماڼۍ د تیرې پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې چې افغان ولسشمر حامد کرزي وویل چې له طالبانو سره درې اړخیزې پټی خبرې ترسره شوي، تایید کړه چې د افغانانو په مشرۍ یې په خبرو کې برخه اخیستې ده.

مک کین له کابل څخه امریکایي اې بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې دا مهمه ده هرچیرې چې کیدای شي خبرې وشي، خو د ده په باور دا هم مهم دي چې باید له پامه ونه غورځول شي او هغه دا چې موږ د جګړې په ډګر کې بریالیتوب ته هم اړتیا لرو چې د دغو خبرو له بریالي سرته رسیدو سره مرسته وکړي.

مک کین چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د جمهوري ریاست لپاره ځان کاندید کړی او د جمهوري غوښتونکو ګوند د بهرنیو چارو یوه مخکښه څیره ده، وویل، دلته په افغانستان کې داسې انګیرل کیږي چې ګواکې موږ له دې هېواده وځو او کله چې دغسې یوه انګیرنه وي دا یقینا د خبرو پر بریالیتوب منفي اغیز کوي.

مک کین، چې د امریکا پر ولسمشر بارک اوباما یې له افغانستانه د ځواکونو د وتلود پلان له اعلان راهیسې تل انتقاد کړی، وویل، دا ډیره مهمه ده چې موږ له افغانستان سره یو ستراتیژیک تړون ولرو، چې له مخې یې امریکا وکولای شي چې د اوږدې مودې لپاره په دې هېواد کې حضور ولري.

مک کین زیاته کړه، د ده په باور د یوې سوله ییزې حل لارې لپاره تر ټولو غوره لار دا ده، چې دا یقین حاصل شي چې موږ دلته پاتې کیږو او ترهغو د افغان دولت اوافغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو چې اړتیا یې وي.

له طالبانو سره د ابتدایي تماسونو مسله په داسې حال کې راپورته شوې، چې امریکا او د دې هېواد نور متحدین د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو ته تیاری نیسي.

واشنګټن ویلي، غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي، خو ځیني مشخص شرطونه باید پوره شوي وي.

هغه وسله وال چې غواړي په خبرو کې برخه واخلي باید خپله وسله پرمځکه کښیږدي، له القاعده سره اړیکې وشلوي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

طالبانو تیره میاشت اعلان وکړ، چې له متحدو ایالتونو سره د احتمالي رسمي خبرو مخکې غواړي په قطر کې د ځان لپاره سیاسي دفتر پرانیزي.
XS
SM
MD
LG