د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۱

د ښاري پراختیا وزارت خپله ۶۸سلنه بودیجه لګولې


د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت وایي، چې په روان ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې یې ۱۷ پراختیایي پروژې درلودې.

د ښاري پراختیا وزارت د پلان او پالیسی ریس انجینر رحیم ګل زیارمل ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه پراختیایي پروژې یې په دریو برخو ویشل شوي او دوې ورته څه باندې پنځه ویشت میلیونه ډالره بودیجه درلوده:

"موږ 17 پروژې لرو، چې په دریو مشخصو برخو لکه پلان جوړول، کور جوړونه او زیر بنا جوړولو کې دي.

په پلان جوړولو کې موږ بېلابېلې پروژې لرو، په کور جوړولو کې هم مشخص پروګرامونه لرو، چې له هغې ډلې نه مو د کابل په ده سبز کې شل زره کورونه ته بنسټ جوړول دي چې نور کارونه یې بیا خصوصي سکتور کوي.

زموږ یوه بله پروژه د زیربناوو جوړول دي، چې په هغې کې د اوبو رسولو، سرک جوړونې او کانالایزیسیون پروګرامونه شامل دي.
"

زیارمل زیاتوي، چې د دغو پروژو په پلې کیدو کې ورته یو لړ ستونزې هم راپورته کیږي.

د ښاري پراختیا وزارت چارواکي وایي، دوې ته ټوله بودیجه په واک کې نه ده ورکړل شوې.

بیا هم د ښاري پراختیا وزارت د پلان ریس رحیم ګل زیارمل:

"په مجموع کې موږ پنځه ویشت اعشاریه پنځه میلیون ډالره بودیجه لرو، له دې ډلې څخه نهه اعشاریه پنځه میلیونه فزیکي شتون نه لري، هغه اصلي بودیجه چې موږ یې د مصرف صلاحیت لرو، شپاړلس اعشاریه څلور میلیونه ډالره ده، په دریو برخو کې موږ دغه پیسې لګوو، پلان ګزاري برخه کې، مسکن او زیربناوو باندې.

موږ له دې شپاړلس اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو څخه یولس اعشاریه صفر درې میلیونه مصرف کړي، چې اته شپیته اشاریه اوه فیصده جوړوي.
"

خو د مالیې وزارت ارقام بیا د ښاري پراختیا وزارت د مصرف شوې بودیجې له ارقامو سره توپیر لري.

د مالیې وزارت ویاند عزیزشمس ازادۍ راډیو ته وویل، چې ښاري پراختیا وزارت تراوسه پنځه څلویښت فیصده پراختیایي بودیجه لګولې ده:

"د ښاري پراختیا وزارت تر اوسه پنځه څلويښت سلنه مصرف کړی دی، مالیې وزارت دغه ارقام هغه وخت ښیي چې پرداختونه شوي وي یا پیسې ورکول شوي وي."

د مالیې وزارت له ویاند عزیزشمس څخه مو وپوښتل، چې ولې ځینې مرسته کوونکي ژمنې کوي او اړوندو وزارتونو ته پیسې نه ورکوي.

ښاغلي شمس په ځواب کې وویل، چې په ځینو برخوکې خپله وزارتونه په ټاکلي وخت مرسته کوونکو ته پروپوزل نه وړاندې کوي او کله کله خپله پروپوزل هم ستونزې لري.

د ښاري پراختیا او بیارغونې یو شمېر کارپوهان بیا انتقاد کوي، چې ښاري پراختیا وزارت د پروژو په پلي کېدو کې پاتې راغلی.

انجینر محمد یونس فکور وایي، چې ښاري پراختیا وزارت یو ناکام وزارت دی او تر اوسه یې کارونه په مرکز کابل کې نه محسوسیږي:

"زه فکر کوم دوې د پلانونو په تطبیق کې ناکامه پاتې شول، دوې یې علتونه جنګ او زورواکان بولي، دا وزارت یو له ناکامه وزارتونو څخه دی، د ښارونو د انکشاف په برخه کې یې کار موثر نه دی تمام شوی، په دې خپله کابل کې تاسې وینې چې بې نقشې کورونه جوړیږي."

خو د ښاري پراختیا وزارت د پلان ریس رحیم ګل زیارمل وایي، چې د کابل هغو اوسیدونکو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې کوي، چې په غیر پلاني ځایونو کې ژوند کوي:

"موږ غواړو هغو ښاریانو ته چې په غیر پلاني ځایونو کې ژوند کوي بېلابېل خدمتونه وړاندې کړو لکه سړک، کانالایزیسیون، د سړک روښنایي او حفظ الصحه تشنابونه.

د کابل په اویا فیصده ځمکه کې په غیر پلاني ډول خلک ژوند کوي.
"

خو په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي شکایت کوي، چې د ښاري خدمتونو لومړنۍ اسانتیاوې هم ورته نه دي برابرې شوي:

"۱ زما نوم حکمت الله دی، د قلعه زمان خان اوسیدونکی یم، دلته د برق مشکلات ډیر زیات دي، اوبه هر ځای کې ډنډ ډنډ ولاړې وي، سړک خام دی، قلعه زمان خان پنځلس کیلو مترۍ کې د ارګ پرته ده لارې يي خامې دي، په دې ژمې کې د خټو له لاسه ماشومان درسو ته نه شي تللای، زنانه له کوره نه شي راوتلای.

۲ زه زمریالی، مکروریان کهنه کې اوسیږم، دلته سړکونه خراب دي اوبه په کې روانې دي، برقونه هم داسې برقونه نه دي، لس شل دقیقې یې بیا ولاړ شي، کله دوه ورځې نه وي، اوبه ډنډیږي، ښاروالۍ والا هم نه راځي، ویالې بندې وي اوبه په سړک روانې وي.
"

په ښاري پراختیا وزارت همدا شان انتقاد کیږي، چې په ولایتونو کې ښاري پراختیا ته بیخې پام نه کوي او کومې ودانۍ چې جوړیږي معیاري نه وي،خو د ښاري پراختیا وزارت زیاتوي، چې دوې خپلې بودیجې ته په کتو کارونه کوي.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG