د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۱

کابل ښاریان:ښاروالۍ دې له سړکونو نه واورې پاکې کړي


د واورې وروستیو ورښتونو که څه هم ډیر خلک د وچکالۍ پای ته رسیدو ته خوشبینه کړي، خو د کابل ښار اوسیدونکي بیا د واټونو په سر د واورې پرتو ډیرونو په تګ راتګ کې له ځینو جدي ستونزو سره مخامخ کړي.

دغه خلک تر ډیره کابل ښاروالۍ ګرموي، چې له واټونو او پلي واټونو څخه د واورې د پاکولو لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.

یو شمېر خلکو، چې له ازادۍ راډیو سره یې خبرې کولې په واټونو د واورو او کنګلونو د موجودیت په اړه خپل شکایتونه داسې بیان کړل:

"زما نوم لایق دی، دولت نه همدا غواړو چې په سرکونو باندې دې مالګه وشیندي.

زما نوم ایمل دی، ډیرې ستونزې دي خلکو سره ښځې او ماشومان دي، ښاروالۍ ته دا پکار ده چې لږ مالګه او خاوره په سرکونو وشیندي ځکه د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
"

دغو خلکو له ښاروالۍ وغوښتل، چې دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه دا واورې اوس تر ډیره په سترو کنګلونو بدل شوي او خلک یې په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخامخ کړي.

خو کابل ښاروالي وایي، چې دوې تل سړکونه او واټونه له وارو پاک کړي او نه پریږدي چې خلک له دې امله له کومې ستونزې سره مخ شي.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف مرستیال خوږمن علومي د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوې اوس هم د ښار په پاکولو بوخت دي:

"موږ شاوخوا څلور زره او پنځه سوه تنه شګه، خاوره او مالګه ګډه کړه او په هغو سړکونو مو وپاشله چې نه پاکیږي، خو هغه، چې د پاکیدو وو ټول مو پاک کړي او په دې برخه کې موږ د کابل ښار له اوسیدونکو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.

که چیرې کابل ښاریان له خپلو کوڅو او د کورونو له مخې واورې پاکې کړي او عمومي سرکونو ته یې را وباسي له هغه ځای نه یې بیا موږ پورته کړو.

موږ دا ژمنه کوو، خو دا نشو کولای چې د خلکو له کوڅو او د بامونو له سر نه واورې پاکې کړو، خو دا هیله لرو چې یو ورځ دا کار هم وکړو څو زموږ خلک ارام او سوکاله شي.
"

له بل لوري په واټونو د واورو موجودیت د موټرو تګ راتګ هم اغیزمن کړې، د کابل ښار د ترافیکو مشر نورالدین همدرد ازادۍ راډیو ته وویل، دوې د دغو واورو له امله یواځې په تیره اوونۍ کې پنځه ترافيکي پیښې درلودې.

کابل او د هېواد ځینې نور ښارونه له تیرې یوې میاشتې راهیسې د واورې د ورښت شاهدان دي، چې له امله یې یو شمېر هغه خلک، چې امکانات نه لري له ستخو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

په لرو پرتو سیمو کې خو خلک بیا برفکوچونو او سړې هوا خلک له مرګ ژوبلې سره هم مخامخ کړي او د ورکړل شوېو شمېرو له مخې له سلو زیات کسان مړه شوي دي.
XS
SM
MD
LG