د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

"هغه طالب مشران چې د سولې خبرو ته لیواله وو، نیول شوي یا وژل شوي"


مولانا سمېع الحق چې د جمیعت العلمای اسلام د یوې ډلې مشر دی، وايي چې افغان ولسمشرحامد کرزي له ده سره یو- په- یو کتنه وکړه او په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو سره د سولې په هڅو کې یې له ده څخه د همکارۍ غوښته وکړه.

مولانا سمېع الحق چې یوه لویه دیني مدرسه لري او په مدرسه کې یې افغان طالبان هم روزل کېږي، اکسپرس تریبیون ورځپاڼې ته وویل، کرزي څرګنده کړه چې ځانګړو قدرتونو د افغان طالبانو هغه مشران چې له موږ سره خبرو ته لېوال وو، یا ووژل یا یې بندیان کړل. د نوموړي په وینا کرزي د هغو طالب مشرانو یادونه وکړه چې په پاکستان کې یا وژل شوي یا بندیان دي.

د 2010 کال په فبروري میاشت کې رسنیو، په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو له خوا د طالبانو د مشر ملامحمدعمر د مرستیال ملابرادر د نیولو خبر ورکړ. په راپورونو کې ویل کېدل چې ملابرادر له افغان حکومت سره د خبرواترو پلوي و، او په همدې دلیل نیول شوی دی، خو هغه مهال طالبانو دا راپورونه رد کړل.

له دې وروسته افغانستان له پاکستان څخه وغوښتل چې ملابرادر یا افغانستان ته وسپاري او یا دې له هغه سره د کتنې امکان ورته برابر کړي خو معلومه شوه چې پاکستان دا غوښتنه ونه منله.

تېره اونۍ د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د خپلې واکمنۍ د وخت د دفاع د وزیر او د ملاعمر د یوه بل مرستیال ملاعبیدالله مړینه تایید کړه.

مجاهد ازادۍ راډيو ته وویل، چې نوموړی تقریباً دوه کاله مخکې د کراچۍ په یوه زندان کې مړ شوی. ده وویل، د ملاعبیدالله کورنۍ ته په دې وروستیو کې د هغه د مړینې خبر ورکړل شوی، ورته ویل شوي چې دی د زړه د ناروغۍ له وجې مړ شوی خو د طالبانو ویاند زیاته کړه چې دوی د نوموړي د مړینې د عواملو په اړه څېړنه کوي.

د طالبانو یو پخواني مقام ازادۍ راډیو ته وویل، چې ملاعبیدالله مخکې په زندان کې د شکنجې په نتیجه کې ړوند شوی و. دې مقام چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې زیاته کړه، ملاعبیدالله او مولوی نورالدین ترابي چې دا مهال په پاکستان کې بندي دی له هغو طالب مشرانو څخه و، چې له افغان دولت سره پخلاینې ته لېوال دي.

له اکسپرس تریبیون سره په مرکه کې مولاناسمېع الحق وویل، افغان ولسمشر په دې باور دی چې دا ځل ده د پاکستاني مشرانو په سلوک کې یو مثبت بدلون احساس کړی، خو سمېع الحق زیاتوي، ده کرزي ته په ډاګه وویل چې پاکستاني مشران ترڅو چې خپله امریکايي پلوې پالیسي بدله نکړي د افغانستان د سولې او پخلاینې په بهیر کې هېڅ رول نشي لوبولای.
XS
SM
MD
LG