د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

"له امریکا سره د ستراتیژیک سند په اړه رغنده پرمختګونه شوي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله مندې دې، چې له امریکا سره د اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو د سند په اړه روانې خبرې به په نږدې راتلونکې کې نهایې شي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې د دواړو لورېو ترمنځ دا خبرې په کابل کې روانې دي، چې په کې موجوده اختلافات له منځه تللي او او رغنده پرمختګونه شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې افغان حکومت تر ډیره د دې سند کیفیت ته پام کوي:

"موږ هیله مند یو، چې په نږدې راتلونکې کې دا خبرې نهایې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دا تاریخي سند لاسلیک شي.

خو لکه څرنګه، چې موږ مخکې هم په دې ټینګار کړې، چې د دې سند کیفیت او د هغې د موادو کیفیت موږ له دې زیات ارزښت لري، چې دا سند ژر تر ژره لاسلیک کړو.

زه ډاډ تاسو ته ویلاې شم، چې خبرې ډیرې رغنده دي او په مثبت ډول پرمخ روانې دي.
"

څو ورځې مخکې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا هم دا په ډاګه کړه، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په سر خبرې نهایي کیدونکي دي، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې دا خبرې د دواړو لورېو ترمنځ په کومه کچه روانې دي او د اختلاف په کومو مسایلو کې پرمختګ شوې؟

د بهرنیو ځواکونو د شپې د عملیاتو بندول، افغان لوري ته د زندانونو سپارل او د بهرنیو ځواکونو د حضور قانوني کول هغه مسایل دي، چې افغان حکومت د ستراتیژیکو اړیکو لپاره د شرطونو په توګه وړاندې کړي.

ددې سند په وړاندې یو بل خنډ ته هم اشاره کیږي، چې تر ډیره د سیمې د هېوادونو له اندیښنو سرچینه اخلي، خو افغان دولت بیا سیمه ایزې اړیکې هم مهمې بولي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې افغانستان دا هڅه کوي، چې د پاکستان په ګډون د سیمې له هېوادونو سره خپلې دوستانه اړیکې پیاوړې کړي:

"د افغانستان لپاره د پاکستان په ګډون د سیمي له هېوادونو سره په اړیکو کې مهم ټکې د حسنه همکاریو او دوستانه اړیکو پیاوړې کول، د نړېوال ترورزم پر ضد په مبارزه کې همکاري په افغانستان کې د سولې له روانو هلو ځلو نه د پاکستان عملي ملاتړ او چون ترورزم یوه سیمه ایزه ستونزه ده او د هغې په وړاندې په مبارزه کې د سیمي او په تیره بیا د پاکستان همکاري ده."

افغانستان د سیمې په کچه د اړیکو د پاللو دا هڅه په داسې حال کې کوي، چې د ځینو کتونکو په وینا له لویدیځو هېوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو سره سره په افغانستان کې امنیت سیمه ایزې همکارۍ پرته امکان نه لري.

دا، چې افغان دولت په دغو اړیکو کې انډول په څه ډول ساتي دا هغه مهمه مسئله ده، چې د کتونکو په وینا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.
XS
SM
MD
LG