د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د شنبې په ورځ په پاکستان کې له هغو مذهبي مشرانو سره وکتل، چې له طالبانو سره اړیکي لري.
دغو مشرانو وویل، ولسمشر کرزي ورڅخه وغوښتل چې د سولې عملیې ته د طالبانو په راوستلو کې دې مرسته وکړي.
مولانا سمیع الحق چې د یوې سترې دینې مدرسې مشر دی او په زرونو افراطیان یي له مدرسې څخه فارغیږي، وایي، ولسمشر کرزي ته یي وویل، حاضر دی چې د سولې په عملیې کې مرسته وکړي، خو په دې شرط چې دا معلومه شي له طالبانو څخه دوي څه غواړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال حامد علمي د پاکستان له دیني مشرانو سره دا کتنه تائید کړې ده.
د بل مذهبي مشر قاضي حسین احمد یو همکار هم ویلي، چې حسین احمد د شنبې په ورځ له ولسمشر کرزي سره وکتل.
دا لومړی ځل دی، چې افغان مشر د طالبانو د مفکورې او فزیکي ملاتړو شبکو له مشرانو سره په ښکاره غونډه کوي.
پاکستان ته د ولسمشر کرزي سفر وښودله، چې دا هېواد په افغانستان کې د سولې په کار کې مرکزي ونډه لري.
سمیع الحق د هغې مدرسې مشر او چلوونکې دی، چې د طالبانو زیات شمېر مشران ورڅخه فارغ شوي او خلک یي د طالبانو د پلار په نامه هم یادوي، خو دا نه ده معلومه چې نوموړي دا مهال له طالبانو سره څه ډول اړیکې لري.
سمیع الحق د اسلام اباد په یوه هوټل کې له ولسمشر کرزي سره وکتل او وایي، ولسمشر کرزي راته وویل چې زه باید څه وکړم؟ ما ورته وویل:
داسې ګامونه باید پورته کړي، چې طالبان درباندې اعتماد وکړي، هغوي دا مهال په تاسې باور نه لري.
سمیع الحق وایي، ولسمشر کرزي ورته وویل، چې د طالبانو له مشرتابه سره دې تماسونه ټینګ کړي.
ولسمشر کرزي د پنجشنبې او جمعې په ورځو د پاکستان له ملکې او پوځي مشرانو سره وکتل او ورڅخه یي وغوښتل چې د سولې د خبرو مېز ته د طالبانو په راوستلو کې دې مرسته وکړي.
د ولسمشر کرزی د دې غوښتنې لپاره زیاته هیله نه ترسترګو کېږي، پاکستان وویل، دا به نامعقوله وي چې فکر وشي، اسلام اباد دي د طالبانو مشر ملا عمر د خبرو مېز ته حاضر کړي.
اسوشئیټډ پریس لیکي: د سولې په عملیې کې د پیل او پرمختګ راهیسې د اصلې لوبغاړو، افغانستان، پاکستان، طالبانو او متحده ایالاتو د ګټو پرسر بې اعتمادي او ناهیلي رامنځ ته شوې دي.
طالبانو ویلي، په قطر کې د یوه دفتر په پرانیستلو سلا شوي او غواړي له امریکایي چارواکو سره خبرې وکړې. افغان حکومت شکایت کاوه چې د سولې په خبرو کې څنګ ته شوی دی.