د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

دفاع وزارت د افغان اردو په اړه د لویدیځو رسنیو راپور رد کړ


د افغان پوځ افسران وايي، د اردو په لیکو کې د طالبانو د مخنیوي په خاطر له هغو عسکرو چې کورنۍ او یا نژدې خپلوان يې په پاکستان کې دي غوښتنه کیږي چې خپل عزیزان افغانستان ته انتقال کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دفاع وزارت د لویدیځو اژانسونو دا راپور رد کړی، چې په کې ویل شوي د افغان پوځ له هغو سرتیرو چې کورونه يې په پاکستان کې دي غوښتنه شوې چې یا دې خپلې کورنۍ هېواد ته راوړي او یا دې اردو پریږدي.

په کندهار کې د ملي اردو د یوې قطعې مشر عبد الحمید حمید تیره ورځ فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، په ځینو مواردو کې د استخباراتي ادارو له خوا د افغان سرتیرو کورنۍ برمته نیول کیږي، څو افغان سرتیري هغه څه ترسره کولو ته اړ کړي چې هغوي نه غواړي.

د ملي اردو دغه افسر ویلي، د زیات شمېر هغو سرتیرو چې په کندهار ولایت کې استخدام شوي، کورنۍ يي په پاکستان کې اوسیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په اردو کې له شاملیدو دمخه له هغو داوطلبانو څخه زیات او جدي تحقیقات کیږي، چې کورنۍ يې په پاکستان کې دي.

د دې وزارت یوه ویاند دولت وزیري ازادۍ راډیو ته وویل، دا اردو ته د جلب او جذب د پروسې برخه ده چې په ټولو عملي کیږي.

په کاپیسا ولایت کې په تیره میلادي میاشت کې د یوه افغان سرتیري له خوا د څلورو فرانسوي سرتیرو له وژل کیدو وروسته د فرانسې ددفاع وزیر وویل، چې حمله کونکې له دې نه وړاندې چې په افغان پوځ کې شامل شي پاکستان ته تللې وو.

د فرانسې خبري اژانس د ناټو د یوه محرم راپور په حواله وايي، په افغانستان کې د نړېوالو سرتیرو د مرګ ژوبلې شپږ په سلو کې پیښې د افغان سرتیرو د بریدونو له امله رامنځته شوي دي.

دغه راز له تیرو څلورو کلونو راپدیخوا د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د شاملو کسانو له خوا پر بهرنیو ځواکونو شاوخوا څلویښت حملې شوي چې په دې لړ کې اتلس بریدون یوازې په تیر میلادي کال شوي دي.
XS
SM
MD
LG