افغانه سوک وهونکې صدف رحیمي په داسې حال کې د شنبې په ورځ لندن ته لاړه، چې په وینا یې د دې سفر په برابرولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوې وه.
هغې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې یواځې او یواځې د خپل هېواد لپاره په دې لوبو کې برخه اخلي:
’’زه غواړم د افغانستان لپاره له المپیک څخه مډال واخلم.’’
د لندن د المپیک لوبو لپاره د سوک وهنې تمریني لوبې د اماتورو سوک وهونکو د نړېوال فدراسیون له خوا برابرې شوي، چې د څه باندې 150 هېوادونو لوبغاړي په کې ګډون کوي.
دا لوبې د انګلستان په ولز ښار کې شل ورځې دوام کوي او افغان لوبغاړې به هم له دې تمرینونو وروسته هېواد ته راشي، څو د چین په ګوانجو سیالیو کې برخه واخلي او له هغې وروسته المپیک ته ستنه شي.
صدف رحیمي له څلورو کلونو راهیسې د افغانستان لپاره په ملي او بهرنیو لوبو کې برخه اخیستې چې بېلابېل مډالونه یې هم په غاړه کړي دي.
صفي الله ستانکزی- کابل