د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۶

د اسلام اباد د درې اړخیزې غونډې پر پایلو به عمل وشي؟


د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د اسلام اباد د درې اړخیزې غونډې په اعلامیې کې ځای شوي مسایل مهم بولي، خو د عملي کېدو په اړه یې جلا جلا نظرونه لري.

په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ایران ولسمشرانو له خپلې غونډې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې، له ترهګرۍ سره مبارزه او د یو بل په چارو کې نه لاسوهنه یې په مهمو ټکو کې راځي.

د دریواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو په پراختیا هم ټینګار شوی دی.

د ویسا ورځپاڼې مسئول مدیر محمد زبیر شفیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د سیمې او نړۍ اوضاع داسې بدله شوې، چې له پاکستان نه له افغانستان سره د همکاریو تمه کیدای شي:

"دغه وضعیت نور د سیمي له ټولو چارواکو نه غواړي چې ځانونه له نوي وضع سره عیار کړي، هغه دا چې په سیمه کې باید دغه بحران نور ختم شي او د بحران پر ځای د سیمه یېزه همکارۍ، له یو بل سره د مرستې، د بحران د ختمولو او له یو بل سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره کار وکړي.

په دې کې د دې ټولې سیمې ژغورنه ده او که بحران دوام کوي، نور به په افغانستان کې منحصر نه پاتې کیږي.
"

ښاغلي شفیقي همدا راز د ایران په اړه وویل، چې دغه هېواد د خپل اتومي پروګرام له امله د وروستیو بندیزونو او په سیمه کې د امریکا له پوځي شتون نه وارخطا دی او اوس هڅه کوي، چې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې ښې او یو سیمه یېز یووالی رامنځ ته شي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر نور کار پوهان بیا په اسلام اباد کې شوې ژمنې هغه بولي، چې پخوا هم پاکستانیو او ایرانیو چارواکو په بیا بیا کړې وې، خو د دوې په باور عمل نه پرې کوي.

د افغان نشراتي مرکز رئیس حاجي سید داود ازادۍ راډیو ته وویل، چې د اسلام اباد له غونډې ایران او پاکستان ګټه واخیستله او هغه دا چې ځانونه یې نړۍ ته د افغانستان په مسایلو کې مهم وښودل:

"ایران نن سبا په نړېواله ټولنه کې ګوښه شوی دی او مخ په ګوښه کیدو روان دی، ایرانیان غواړي چې نړېوالې ټولنې او په خاصه توګه امریکا ته داسې وښيي چې په افغانستان کې هره مسئله چې راځي، د روغې جوړې، سولې یا ثبات مسئلې کې ایران په کې مهمه ونډه لوبولای شي.

همدا ډول پاکستانیان هم غواړي، چې د قطر د مذاکراتو په اړه نوښت په خپل لاس کې وښیي، یعنې امریکا ته داسې وښيي چې هم طالبان له ما سره دي او هم د افغانستان دولت ته چې څه ووایم، هغه هم زما تقلید او پیروي کوي.
"

پاکستان او ایران تل د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورن شوي دي، زیاتره د پاکستان پوځي کړیو ته ګوته نیول کیږي، چې په افغانستان کې له وسلوالو مخالفینو څخه په ملاتړ خپله پټه پالیسي په مخ بیا یي او پر ایران هم کله ناکله دارنګه تورونه لګیږي، خو د دې دواړو هېوادونو چارواکي دغه تورونه په کلکه ردوي.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان، پاکستان او ایران څلورمه درې اړخیزه غونډه د روان میلادي کال په پای کې په کابل کې جوړه شي.
XS
SM
MD
LG