د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

"بلوچستان اوس ویشل شوی پریږدﺉ، چې خپل برخلیک په خپله وټاکي"


د امریکا د کانګرس غړی د جمهوري غوښتونکو استازي ډانا رورابکر د بلوچستان خپلواکي وغوښته
د امریکا د کانګرس غړی د جمهوري غوښتونکو استازي ډانا رورابکر د بلوچستان خپلواکي وغوښته
د امریکا د کانګرس څو تنو د جمعې په ورځ یوه لایحه وړاندې کړه، چې په کې د پاکستان د بلوچستان د ملي حاکمیت غوښتنه شوې ده.

سره له دې، چې دا غوښتنه به پاکستان غصه کړي، خو د فرانس پریس اژانس په وینا ګرانه ده چې ومنل شي.

د جمهوري غوښتونکو استازي ډانا رورابکر وویل، بلوچستان اوس د پاکستان، ایران او افغانستان ترمنځ ویشل شوی دی او باید اجازه ورکړل شي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.

د پاکستان په بلوچستان کې له دوه زره څلورم میلادي کال راهیسې شخړې روانې دي.

د بلوچستان په اړه لایحه د رورابکر او د جمهوري غوښتونکو د دو نورو غړیو له لورې وړاندې شوې ده او په کې ویل شوې دي، چې بلوچان دا حق لري چې خپل واک ولري او خپله خپلواکي ولري او هغوي ته فرصت برابر شي چې خپل واک په خپله وټاکي.

وروسته تر دې، چې روان لمریز کال د غوایي په دولسمه د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو نو د امریکا د کانګرس غړي رورابکر څو ځله دا غوښتنه وکړه، چې پر پاکستان دې ټولې مرستې بندې شي، خو تر اوسه داسې ښکارې چې د نومړي پراخ ملاتړ نه دی شوی.

په پاکستان کې د امریکا پرضد احساسات هسې هم غښتلي دي، نو د رورابکر لایحه دستي وغندل شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط په اسلام اباد کې په یوه خپاره کړي بیان کې وویل، دا د ځان لپاره یوه هڅه ده د هغو کسانو له لورې چې تکبر لري او پوه نه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه، چې دا لایحه یو مخ له نړېوالو اصولو سره مخالفه ده.

د ولسمشر بارک اوباما ادارې د بلوچستان په اړه د کانګرس غونډې ته مخکې خپل استازی نه و استولی او ویلي یې و، چې دوې بلوچستان د پاکستان برخه ګڼي.

پاکستان مخکې هم امریکا وروسته تر دې په خپله خاروه کې په لاس وهنه تورنه کړه، چې د کانګرس د بهرنیو اړیکو په کمیټې کې د بلوچسان په اړه غونډه وشوه.

امریکا د افغانستان له پولو سره نژدې د پاکستان دننه قبایلي سمو ته توجه لري او د بشري حقونو ډلې بیا بلوچستان ته د نړېوالو د پاملرنې غوښتنه کوي.

په بلوچستان کې د بشري حقونو د ډلو په وینا په سلګونو کسان تري تم شوي، نیول شوي یا هم د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له لورې وژل شوې دي.
XS
SM
MD
LG