د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

په بلوچستان کې غله او سړي تښتوونکي ازاد ګرځي


په کوټه کې له تېرو درېوو کلونو عامو خلکو او تجارانو له سړي تښتوونکيو سر ټکاوه، پړه به يې پر حکومت ور اچوله او ايالتي وزيران يې په کې دخيل بلل، خو په دې وروستيو په حکومت کې د شامل يوۀ ګوند يو مشر نامالومو کسانو تښتولى او له بله بيا غلو موټر او نغدې پيسې وړي دي، دغه ګوندونه بيا د حکومت پر ځاى د امنيتي ادارو پر سر منګى ور ماتوي.

په کوټه کې د غلو او سړي تښتونو په خلاف پرون په دې ښار کې بشپړ کاربنديز او احتجاج شوى دى.

په بلوچستان کې له اوسني حکومته هيڅوک هم خوشاله نه دي، په هره ولسي غونډه سېمينار او احتجاجونو کې پر حکومت بد ويل کېږي، په فساد کې ښکېل، وزيران يې د خپلو شخصي ګټو ساتونکي او په خراب امنيت، غلاوو او شکونو هم تورن بلل کېږي.
په پروني کاربنديز او احتجاج کې د پښتنو ملتپال عوامي نېشنل ګوند هم ورسره شامل وو
په پروني کاربنديز او احتجاج کې د پښتنو ملتپال عوامي نېشنل ګوند هم ورسره شامل وو

له تېرو څو کلونو راهيسې د کوټې او شاوخوا سيمو عامو خلکو له غلو او تجارانو بيا له سړي تښتوونکيو شکايت کاوه، خو ږغ يې نه اورېدل کېدۀ، غله او سړي تښتوونکي اخير دومره زړور شول چي په خپله په حکومت کې د شاملو ګوندونو مشرانو ته يې هم لاس ور واچاوه.

وړمه ورځ له کوټې ښاره د جمعيت علماى اسلام ګوند ايالتي سالار حاجي صادق نورزى غلو تښتولى او پرون يې د ګوند له خوا په کوټه ښار کې په بشپړه توګه کاربنديز او احتجاجونه وشول.

د دې ګوند ايالتي مشر حافظ حمدالله وايي يې پړه د حکومت پر ځاى پر امنيتي ادارو ور اچوي:

"د بدامنۍ له امله بچى، ډاکټر، پروفيسر، ښځه، نر، ملا، استاد، تجار هيڅوک خوندي نه دي، د ګولۍ نښانه سوي دي، دا اوس نوې لړۍ چي سياسيان په ګوته شوي دي، د دوى موټران يا دوى خپله تښتول کېږي، د ولس ژوند ژغورل او امنيت ټينګول د هغوي امنيتي ادارو مسووليت دى چې په همدې کار ګومارل شوې دي، د سترې محکمې قاضي القضات چې صدراعظم محکمې ته حاضرولاى شي، د دغو امنيتي ادارو مشران دي هم ور حاضر کړی او پوښتنه دې ځنې وکړي."

په پروني کاربنديز او احتجاج کې د پښتنو ملتپال عوامي نېشنل ګوند هم ورسره شامل وو، د دې ګوند له ايالتي مشر اورنګزېب کاسي څخه هم څو ورځې وړاندې وسلوالو غلو د اتو لکو کلدارو موټر او پينځه دېرش زره نغدې روپۍ يووړې او دى يې هملته پر سړک پرېښوو.
سره له دې چې په کوټه ښار کې په زرګونو پوليس او ملېشه عسکر په دې کار ګومارل شوي چې د ښار امنيت وساتي، خو د خلکو په وينا دوي وسلوالو ته اجازه ورکړې چې خلاصې تڼۍ وګرځي
سره له دې چې په کوټه ښار کې په زرګونو پوليس او ملېشه عسکر په دې کار ګومارل شوي چې د ښار امنيت وساتي، خو د خلکو په وينا دوي وسلوالو ته اجازه ورکړې چې خلاصې تڼۍ وګرځي

عوامي نېشنل ګوند هم په حکومت کې شامل دى، خو ايالتي مشر يې د غلو له منګولو خوندي نه دى. اورنګزېب کاسى په سړي تښتونو او غلاوو کې ځينې ايالتي وزيران هم تورنوي، خو نومونه يې نه اخلي :

"مرګونه او نورې پېښې پر خپل ځاى، د انجوګانو خلک او تجاران خوندي نه دي، اوس يې د سياسي ګوندونو مشرانو ته لاس ور اچولى دى، زه د شپې پر دوولسو بجو کور ته روان وم، څلور- پينځه وسلوالو زما مخه ونيوله، له کلاشنکوفو سره يې زه خپل موټر ته وخېژولم او نور دوه ملګري يې زما موټر ته وختل او موټر يې راڅخه بووت، کومې پېښې چي په بلوچستان کې کېږي، د مخنيوي لپاره يې استخباراتي امنيتي ادارو له هڅو مطمئن نه يو، دا کېداى نه شي چي امنيتي ادارې دي موجودې وي خو د تورو موټرو خاوندان دي له وسلو سره ګرځي او څوک دي يې پوښتنه نه کوي"

دې ته ورته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له يوۀ مشر او د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ له پخواني غړي عبدالرحيم زيارتوال څخه هم تېره مياشت وسلوالو غلو موټر تښتولى وو. د پښتونخوا ګوند د مطبوعاتو مسوول نصرالله زېرى وايي دوى له څه مودې راهيسې په کوټه کې د ناامنۍ، غلاوو او تښتونو په خلاف احتجاجونه او مظاهرې کوي، وايي د ګوند له مشر څخه يې د موټر تښتول هم دوى ته خبردارى وو چي پر غلاوو او تښتونو دي تر خولې ږغ نه باسي:

"له کوټې تر جيکب اباد، له کوټې تر رکڼۍ او له کوټې تر چمنه د هدفي وژنو، غلاوو او د توپک په زور د سړي تښتونو پېښې زښته زياتې سوې دي، کورونو ته غله ور اوړي او اوس خو غله په ورا ګرځي، په ډله ييزه توګه د يوې کوڅې ټول کورونه لوټي خو حکومت يې د مخنيوي لپاره هيڅ نه دي کړي، پښتونخوا ګوند د دغو پېښو د مخنيوي لپاره د جنورۍ له شپږمې په عالمو چوک کې لومړۍ احتجاجي غونډه وکړه، په هماغه ماښام زموږ د ګوند له يوۀ مشر عبدالرحيم زيارتوال څخه پر ډبل سړک موټر و تښتاوه، نو موږ په کره مالوماتو سره وايو چي ايالتي وزيران، پوليس افيسران او د استخباراتي ادارو چارواکي د دغو غلو شاته ولاړ دي"

سره له دې چي په کوټه ښار کې په زرګونو پوليس او ملېشه عسکر په دې کار ګومارل شوي چي د ښار امنيت وساتي، خو د خلکو په وينا دوى وسلوالو ته اجازه ورکړې چي خلاسې تڼۍ وګرځي او له غريبو رخشه چلوونکيو، موټرسايکل چلوونکيو او ځينو لارويو څخه د پيسو په اخيستلو او د هغوى په ځورولو سره د ښار امنيت ساتلى دى.

اوس چې وسلوالو غلو او سړي تښتوونکيو د سياسي ګوندونو مشرانو ته هم لاس ور واچاوه، ولسي خلک ويي د دوې دې نو خداى وزله وکړي.

د يوې اندازې له مخې په تېر يوۀ کال کې په کوټه او شاوخوا سيمو کې يونيم سله موټره تښتول شوي، شاوخوا دېرش تنه موټرچلوونکي وژل شوي او ځينې د ميلينونو کلدارو په بدل کې د تښتوونکيو له منګولو خوشي شوي.

د تېر ٢٠١١میلادي کال تر ټوله دردوونکې پېښه ښايي دا وه، چې د ديسمبر پر اووه ويشتمه نېټه د کوټې پر سرياب سړک باندې د امان الله په نوم يوۀ مزدور وسلوالو غلو ته د خپل بايسکل له ورکولو انکار وکړ او هغوى په ډزو و واژه.

غله او سړي تښتوونکي ځکه هم نه ډارېږي چي د امنيت مسوولين او حکومت هم په خپل واک کې ځان بېواکه ګڼي. د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير ميرظفرالله زهري هم يوه اوونۍ وړاندې رسنيو ته وويل چې په غلاوو او تښتونو کې ځينې ايالتي وزيران لاس لري او په هره غلا او تښتونو کې د تورنو خلکو يا وزيرانو په خلاف هغه وخت اقدام کولاى شي چې د بلوچستان اعلى وزير ښاغلى نواب محمد اسلم خان رئيسانى!!! ورته اجازه ورکړي، خو دا چې هغه ولې اجازه نه ورکوي، د خلکو په وينا د غله په ږيره کې خلى مالومېږي.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG