د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

ډیر ژربه له ګوانتانامو نه د څو طالب مشرانو د لیږد پرېکړه وشي


د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښايي امریکايي او قطري چارواکي ډېر ژر په خپله کتنه کې له ګوانتانامو زندان څخه قطر ته د طالبانو د څو مشرانو د انتقال په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

اژانس لیکي، ښايي دا به د افغانستان د جګړې، د بارک اوباما د ولسمشرۍ د دورې او د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو مهمه پرېکړه وي.

راپور زیاتوي، د افغانستان، قطر او امریکايي چارواکو له موافقې وروسته به د اوباما د ادارې ظریفه او محتاطه ډيپلوماسي له طالبانو څخه وغواړي چې په قطر کې خپل دفتر پرانیزي او د افغان دولت له چارواکو سره خبرې وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې تمه ده چې طالبان به هغه وخت یوه اعلامیه خپره کړي او نړیوال تروریزم به وغندي او له دې وروسته ښايي یوه ورځ د طالبانو د بندي مشرانو لومړنۍ پنځه کسیزه ډله قطر ته واستول شي خو دا چې دقیقاً په کومه ورځ معلومه نه ده.

رویټرز لیکي چې له طالبانو سره د خبرو یوه برخه ښايي په قطر کې وي او ښايي هغه طالب بندیان ګډون پکې وکړي چې له ګوانتانامو څخه قطر ته انتقالېږي. د کانګرس ځینو غړو اندېښنه څرګنده کړې چې دا بندي طالب مشران ښايي یوځل بیا په وسله والو فعالیتونو لاس پورې کړي.

د اوباما اداره وايي چې په دې اړه یې تراوسه وروستۍ فیصله نه ده کړې خو آژانس لیکي چې امریکایي مقاماتو د طالبانو د پنځو مشرانو د انتقال په صورت کې لاله اوسه ځان د کانګرس د جمهوري غوښتونکو او دیموکرتانو حملو ته تیار کړی.

رویټرز زیاتوي چې له طالبانو سره د پخلاینې بهیر کږلېچن و، او ډېر امکان لري چې له دومره ښه نیت سره سره دا اقدامات هېڅ نیتجه ورنکړي خو د اوباما د سولې پلان چې دی هیله من دی په مې میاشت کې به یې په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې اعلان کړي دا توان لري چې په څو نسلونو کې د لومړي ځل لپاره د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لپاره د پام وړ پرمختګ وبلل شي.

د خبرواترو روان بهیر چې امریکا یوازې د منځګړي رول پکې لري، دا هیلې پیاوړې کوي چې افغانان به له نژدې څلوېښتو کلونو جګړې وروسته په خپله خپل برخلیک وټاکي.

د سي آی اې یو پخوانی مامور بروس ریډل وايي، دوه کاله مخکې په پنټاګون کې نیت دا و، چې طالبان باید دومره وځپل شي چې له پوځي پلوه نورنو یو ځواک ونه ګڼل شي، خو اوس هېڅوک فکر نه کوي چې داسې به وشي.

رویټرز زیاتوي، ، له نورو دښمنانو لکه له ایران، له فلسطینۍ حماس یا د لبنان له حزب الله ډلو سره د تماس ټینګولو په برخه کې د امریکا زړه نازړه دریځ په افغانستان کې له طالبانو سره د پخلاینې له نوښت سره توپیر لري.

په بروکېنګزانستیتیوت کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ کارپوه مایکل اوهانلون وايي، افغان طالبان د حماس یا حزب الله ډلو برعکس هېڅکله هم د تروریستي ډلې په توګه نه دي پېژندل شوي.
XS
SM
MD
LG