د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

"د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کوو"


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط په تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېواد يې د افغان دولت او وسله والو طالبانوترمنځ د سولې او روغې جوړې د خبرو ملاتړ کوي، خو ټینګار يې کړی، چې دغه پروسه باید په خپله د افغانانو له خوار رهبري او ترسره شي.

نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان له دولتي خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې کړي.

نوموړی وايي، د افغانستان په ځانګړي توګه د سولې پروسې په باب د دوې دريځ څرګند دی او د هغې په رڼا کې هرې مرستې او همکارۍ ته حاضر دی:

"پاکستان په دې لړ کې خپل دریځ روښانه کړی، زموږ د دریځ مهم او اساسي ټکي دا دی، چې په افغانستان کې، چې د سولې او روغې جوړې په سلسله کې هر ډول خبرې او هلې ځلې کیږي تر هر څه وړاندې باید په خپله افغانستان د هغې واک په خپل لاس کې ولري او ټولې چارې یې په خپله د افغانانو له خوا سره شي او تر کومې چې د پاکستان د کردار خبره ده نو موږ تل دا هڅه کړې، چې د افغانستان هیلې او غوښتنې پرځای کړو او په راتلونکي کې هم دې خبرو ته حاضر یو."

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان او ایران جمهور رئيسان له پاکستاني مقاماتو سره د خبرو په هدف اسلام اباد ته رسیدلي.

ټاکل شوې حامد کرزی، محمود احمدي نژاد او د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري به نن د جمعې په ورځ د سیمې او افغانستان د امنيتي وضعیت او دوه اړخیزو همکاريو د ودې و پراختیا په باب مهمې خبرې سره وکړي.

عبدالباسط د افغانانو له خوا د سولې پروسې پرمخ وړلو خبرې په داسې حال کې کوي، چې په قطر کې د امريکا د متحدو ایالاتو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نیغ په نیغه خبرو اترو لپاره امکانات برابر شوی.

د راپورونو له مخې پاکستان چې په حقیقت کې د طالبانو نژدې ملګری او ملاتړی هیواد دی او د افغانستان په راتلونکي سیاسي تشکیل کې د ځان لپاره د یوې غوړې برخې غوښتنه کوي تر ډيره له دې خبرو اترو څخه لرې ساتل شوی.

بل خوا پاکستان سره له دې، چې د افغانستان د دولتي مقاماتو د څرګندونو له مخې هيڅکله د سولې پروسې په لړ کې مخلصانه همکاري نه ده کړې، هڅه کوي، چې یا خو په دې مذاکراتو کې کلیدي کردار ترلاسه کړي او یا هم د افغانستان او ایران د حکومتونو په مرسته و همکارۍ د وسله والو طالبانو او امريکا ترمنځ په مخامخ خبرو کې خنډونه رامنځته کړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان، ایران و پاکستان د جمهورو رئیسانو درې اړخیزه غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې شاوخوا له یو کال راهیسې د امريکا و پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي او د هرې ورځې په تیریدا سره مخ په خرابیدو دي.

پاکستان او ایران، چې تل د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره په همکارۍ تورن شوي، د افغانستان دقضیې مهم لوري ګڼل کیږي، خو دا لا نده څرګنده، چې په دې ناسته کې به دغه دواړه هیوادونه د افغانستان د راتلونکې په باب څه ډول تصامیم ونیسي.
XS
SM
MD
LG