د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

په اسلام اباد کې درې اړخيزه غونډه د افغانستان د سولې بهير څېړي


نن په اسلام اباد کې د افغانستان، ايران او پاکستان درېواړو هېوادونو د ولسمشرانو په مشرۍ درې اړخيزه غونډه کېږي، چې د ترهګرۍ په ضد جنګ، له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو بهير او د دغو هېوادونو تر منځ اړيکې او ځينې نور موضوعات به په کې وڅېړل شي.

د پاکستان د ولسمشر او صدراعظم له دفترونو څخه د خپرو شوېو اعلاميو له مخې پرون له ولسمشر حامد کرزي او ايراني ولسمشر احمدي نژاد سره د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او صدراعظم يوسف رضا ګيلاني سره په جلا جلا ليدنو کې په سيمه کې د کرارۍ، د ترهګرۍ پر ضد د هڅو پر ملاتړ او په اقتصادي برخه کې د دوه اړخيزو اړيکو پر ټينګښت لنډې خبرې وشوې او ټاکل شوې ده، چې نن به پر دغو موضوعاتو په اسلام اباد کې په درې اړخيزه غونډه کې تفصيلي خبرې وشي.

په غونډه کې به د نشه يي موادو او بشري قاچاق پر مخنيوي د ګډ تفاهم او ستراتيژۍ په اړه هم خبرې کېږي.

اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي په مشرۍ راغلى پلاوى هيله من دى چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره به پاکستان له افغانستان سره هرډول مرستې ونه سپموي. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالباسط په دې اړه وايي:

"پاکستان يو څرګند دريځ خپل کړى دى او زموږ د دريځ اساسي ټکى دا دى چې په افغانستان کې چې د سولې او له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو بهير پيل شوى دى، موږ غواړو چې بهير لومړى بايد په خپله افغانان پر مخ بوځي، تر کومه ځايه چې په دې مذاکراتو کې د پاکستان د مرستې خبره ده، موږ تل دا هڅه کړې ده چې افغانستان په دې برخه کې له موږ هر ډول هيله او توقع ولري، موږ يې پوره کولو ته تيار يو."

د پنجشنبې په ورځ د دغو درېواړو هېوادونو د ولسمشرانو تر ليدنو وروسته د ولسمشر کرزي او صدراعظم يوسف رضا ګيلاني ترمنځ د دواړو هېوادونو د پلاويو په ګډون مذاکرات هم شوي دي چې په کې له طالبانو سره د خبرو اترو او د دغو هېوادونو ترمنځ د اړيکو موضوع پکې څېړل شوې ده.

صدراعظم ګيلاني افغان پلاوي ته باور ورکړى چي حکومت به يې د افغانستان د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدين رباني د وژنې د پلټنو په برخه کې له افغان حکومت سره ضرور مرسته وکړي.

دا چې د پاکستان له صدراعظم ګيلاني سره د ولسمشر کرزي په ليدنه کې مهمه خبره څه وه، د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي يې په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

"د پاکستان له خوا مهمه خبره دا وه، چې صدراعظم ګيلاني وويل حکومت يې د افغانستان له وسلوالو طالبانو سره د سولې د پيل شوي بهير ملاتړ کوي او پاکستان غواړي چې دغه مذاکرات بايد د افغان مشرانو په مرسته ترسره شي او مشري يې بايد افغان حکومت وکړي، افغان حکومت د سولې د بهير په پرمخ بېولو او په افغانستان کې د سولې د تامين لپاره له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره خپل شرايط وړاندې کړي، پاکستان په دې برخه کې مهم رول لري او بايد په دې برخه کې بشپړه همکاري وکړي."

د افغانستان، ايران او پاکستان تر منځ دا درېيمه درې اړخيزو غونډه ده، تر دې وړاندې ايران د دا ډول غونډو کوربه وو او دا لومړى ځل دى چي د دغو درېواړو هېوادونو د ولسمشرانو او نورو لوړرتبه چارواکيو تر منځ درې اړخيزه غونډه په اسلام اباد کې کېږي.

ځينې ناتاييد شوي راپورونه وايي، هڅه روانه ده ایران هم په هغه کمیسون کې شامل شي چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره جوړ شوی دى، خو دا به په اسلام اباد کې د نننۍ درې اړخيزه غونډې په پاى کې څرګنده شي چي ايران ته هم د سولې په دې بهير کې د همکارۍ برخه ورکول کېږي که څنګه؟

بارکوال مياخېل- پاکستان
XS
SM
MD
LG