د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

"لا هم امریکا او طالبان د مذاکراتو پړاو ته نه دي داخل شوي"


ښاغلي سایمن ګس له ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې
ښاغلي سایمن ګس له ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې

ښاغلي سایمن ګس له ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل، چې د دوې ترمنځ تر اوسه لومړنۍ اړیکې ټینګې شوي، چې ممکن مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

پوښتنه: د ناټو سازمان ملکي استازی ښاغلی سایمن ګس ډیره مننه چې د ازادۍ راډیو سټیډیو ته راغلی او زموږ سره مرکه کوئ؟

ځواب: مننه، زما لپاره هم د خوښۍ ځای دی چې بیا په ازادۍ راډیو کې یم او خپلې نیکې هیلې ټولو اوریدونکو ته وړاندې کوم.

پوښتنه: زما لومړی پوښتنه دا ده چې ایا ناټو د سولې په اړه د امریکا او طالبانو د خبرو په جریان کې ده؟

ځواب: هوکې، باید ووایم چې فکر کوم، یوه پروسه شته چې اوس اوس پیلیږي، چې د پخلاینې په اړه خبرو ته لاره پرانیستلی شي. زما درک دا دی چې دوي تر اوسه د مذاکراتو کوم پړاو ته نه دي داخل شوي.

یوازې لومړنۍ اړیکې ټینګ شوي دي او لکه څرنګه چې د امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت ویلي، مهمه دا ده چې دا خبرې د افغانستان د حکومت، خلکو او د وسلوالو مخالفینو ترمنځ په خبرو واوړوي.

که څه هم د امریکا متحده ایالات دغو خبرو ته د لارې په هوارولو کې مهم رول لوبولی شي.

موږ ټول په دې پوهیږو چې د سولې بریالی خبرې یوازې د افغانانو ترمنځ کیدای شي او دا ډیره مهمه ده.

پوښتنه: تاسو لومړنیو اړیکو ته اشاره وکړه، ایا هدف مو د طالبانو او د امریکا ترمنځ اړیکې دي؟

ځواب: هو ، د امریکا او طالبانو ترمنځ خو اړیکي ټینګ شوي دي، خو زما درک دا دی چې د افغانستان حکومت او طالبانو هم سره تماسونه لرلي دي او دا ډيره مهمه ده.

نو زه فکر کوم چې ښه به دا وي، هر هغه لاره ونیول شي چې خبرو ته د لارې هوارولو لپاره ضروري وي، خو په ډاګه باید وویل شي، چې د کامیابۍ لپاره باید دا خبرې د افغانانو ترمنځ وي، نور یې یوازې مرسته او ملاتړ کولای شي او لاره ورته هوارولای شي خو بالاخره دا باید یوه افغاني پروسه وي.

پوښتنه: ایا فکر کوئ، چې د بهرنیانو په مشرۍ به داسې سوله رانشي، چې افغانان ورته اړتیا ولري؟

ځواب: نه زه فکر نه کوم چې دوي دې داسې وکولای شي، زه فکر کوم چې یوازینی مناسب او دوامداره حل په افغانستان کې د ټولو خلکو ترمنځ مذاکرات دي، تر څو د افغانستان د ټولو ټولنو ګټې په کې خوندي شي، مثلاً موږ باید ډاډمن یو چې د بشر حقونه، د ښځو حقونه او د بېلابېلو ډلو حقوق په افغانستان کې خوندي دي او دا هغه څه دي چې د افغانستان حکومت یې قوي احساسوي.

پوښتنه: ایا تاسو فکر نه کوئ چې کابل د واشنګټن او طالبانو په خبرو کې څنډې ته شوی دی؟

ځواب: نه زه داسې فکر نه کوم، زما په نظر دلته ځینې داسې پړاوونه دي چې باید امریکا یې په مخ یو سي، ترڅو دغه اړیکې پراخې شي.

زما په فکر دوې د افغانستان حکومت پوره خبر کړی دی، چې دوې څه کوي او دوې له افغان دولت سره مشورې کوي، خو دا روښانه ده چې دا حالت د داسې یوې پروسې پر لوري روان دی چې د افغانستان حکومت به له طالبانو سره د خبري مشري پرغاړه اخلي، دا ریښتیا هم ډیره مهمه ده.


پوښتنه: ایا د طالبانو رهبران د سولې ریښتینو خبرو ته لیواله دي؟

ځواب: ډیره ښه، زما په فکر دا یوه ډیره ښه پوښتنه ده، نو ځکه خو زه فکر کوم چې دا پروسه ډیره مهمه ده، خو حقیقت دا دی چې زه هم د دې پوښتنې ځواب نه لرم او فکر نه کوم چې په اوس وخت کې دې څوک دا پوښتنه ځواب کړای شي.

اوس موږ دې ته اړتیا لرو، چې اړیکو ته پراختیا ورکړو او د دې لاره دا ده چې اړیکې ونیسي او بیا وګورو چې څه ترلاسه کوو.

زه په رښتیا په دې نه پوهیږم، چې ایا دغه اړیکې به پوره مذاکراتو ته لاره هواره کړي او که نه، خو وخت به وايي.

پوښتنه: طالبانو د نړېوالې ټولنې ګټې کواښوي، که لنډ ځواب راکړئ چې ایا طالبان د ناټو دښمنان دي؟

ځواب: وګورئ، زه فکر کوم چې تر دې هم مهمه دا ده چې دوې د افغانستان د خلکو ګټې ګواښوي، زما اندیښنه له دې پلوه ډیره ده، ځکه کله چې زه هغو تکتیکونو ته ګورم چې طالبان یې استعمالوي، ځان وژنکې حملې، د سړک د غاړې چاودنې او هغه زیانونه چې دوې یې افغان ټولنې ته اړوي، نو ز ما اندیښنه دا ده چې طالبان د افغانستان د خلکو دښمنان دي.

پرته له شکه چې نړېواله ټولنه هم د طالبانو له خوا ګواښل کیږي، خو باید څرګنده کړم چې موږ باید د افغانانو د اوږدمهالو ګټو لپاره کار وکړو او زه غواړم چې ووایم، داسې یو حل ته اړتیا ده چې عام افغانان بازار ته ولاړ شي، د هېواد لرو بر ته سفر وکولای شي، دوې ټول هغه کارونه وکولای شي چې په نورو ملکونو کې یې خلک کولای شي، پرته له دې چې دوی له تاوتریخوالي سره د مخ کیدو ویره له ځان سره ولري.

پوښتنه: ستا هدف دا دی چې طالبان د نړېوالې ټولنې دښمنان هم دي؟

ځواب: هو داسې هم ده، دوې د هغو تکتیکونو له امله دښمنان دي چې کاروي يې، خو تاسو پوهیږئ چې داسې ورځ هم راتلای شي چې یوه سیاسي پروسه پیل شي، چې طالبان به د وسلو ایښودلو ته زړه ښه کوي، ترڅو په افغانستان کې له یوه سیاسي بحث سره یو ځای شي، نو په هغو شرایطو کې به بیا دوې نور دښمنان نه وي، خو اوس د هغو متشددو تکتیکونو له امله چې دوې یې استعمالوي، موږ وایو چې هو دوې دښمنان دي.

پوښتنه: ستاسو هدف دا دی چې دا په افغانستان کې د سولې خبرې ته شرایط دي؟

ځواب: ډیره ښه، زما په نظر د افغانستان حکومت ډیر مشخص شرایط وړاندې کړي، جهادي مشرانو هم مشخص شرایط وړاندې کړي او زه فکر کوم چې ځینې یې دا دي، چې وسلوال مخالفین باید ووايي، نور به تاوتریخوالي ته مخه نه کوي، دوی باید ووايي چې نور له نړېوالې ترهګرۍ هیڅ ډول ملاتړ نه کوي او دوې باید د افغانستان اساسي قانون ومني چې په دې هېواد کې د ډیرو خلکو او ټولنو حقوق تضمینوي.

پوښتنه: او که دوې دا کار ونه کړي؟

ځواب: که نو بیا فکر کوم چې داسې کامیابه پروسه به نه رامنځ ته کیږي چې هغه دې سوله رامنځ ته کړي او بیا به طالبان هم پوه شي چې دلته افغان پوځ او پولیس دي، ما چې کتلي، دوې لا ډیر قوي او مجهز شوي او زه ډاډمن یم چې دوې به وکولای شي چې له شورشیانو سره د جګړې په ډګر کې مقابله وکړي.

پوښتنه: راځه چې د پاکستان پر رول خبرې وکړو، ایا پاکستان د خبرو له پروسې سره د طالبانو د یو ځای کولو لپاره ریښتنې اقدامات کوي؟

ځواب: زما په فکر په دې اړه قضاوت کول ډیر سخت دی، خو زه ویلای شم، چې اوس خو ځینو طالبانو وکولای شول چې له پاکستان نه بهر ولاړ شي او خپلې اړیکې ټینګې کړي او دا یو مثبت پرمختګ دی، خو زه فکر کوم چې دا به یوه له هغو مسایلو څخه وي چې ولسمشر کرزی به یې د پاکستان له حکومت سره مطرح کړي، هغه هلته دی او فکر کوم چې دا به ډیره په زړه پورې وي چې موږ وګورو، دی پاکستان څنګه هڅوي چې په ریښتیا ددې خبرو ملاتړ وکړي.

دا یوه ډیره ستونزمنه مسئله ده او موږ پاکستان ته اړتیا لرو، څومره چې کولای شي هومره هڅه وکړي تر څو ترهګر د مذاکراتو میز ته وهڅوي، نه یوازې دا چې د مذاکراتو میز ته راشي بلکې د سولې لپاره علاقه پیدا کړي او هغه اقدامات وکړي چې افغانستان د یوې سوله یېزې او نیک مرغې راتلونکې خاوند کوي.

پوښتنه: ځینې انتقاد کوونکي وايي، چې پاکستان به دا هڅه ونه کړي چې طالبان د مذاکراتو میز ته راولي؟

ځواب: نړېواله ټولنه د ډیرې مودې راهیسې پرپاکستان فشار راوستی چې یو مثبت رول ولوبوي.

په عین وخت کې موږ باید درک کړو، چې پاکستان د افغانستان یو لوی او مهم ګاونډی دی، پاکستان ځان داسې بولي چې په افغانستان کې د هرې سیاسي پایلې په راتګ کې قوي ګټې لري، نو دا د افغانستان په حکومت ده چې له ترهګرو سره د خبرو په اړه پریکړه وکړي، خو فکر کوم ټول دا باید ومنو چې پاکستان په دې پروسې کې لیوالیتا لري، نو باید له پاکستان سره هم موږ خبرې وکړو.

پوښتنه: په دې پروسې کې د پاکستان لیوالتیا په څه کې ده؟


ځواب: زما په فکر د پاکستان لیوالیتا دا ده چې پاکستان هم له پولې اخوا له لوی شورش سره مخ ده او موږ د دواړو هېوادونو له تجربې خبر یو، کله چې په یوې خوا کې شورشیان وي، بلې خوا ته په اسانۍ سره تلای شي او هلته هم ستونزې جوړولای شي.

نو زه کوم چې پاکستان یو داسې افغانستان غواړي چې پاکستان ته ترینه ګواښ راپورته نشي او زه فکر کوم چې دا هدف ترلاسه کیدای شي، خو موږ باید له خپلو پاکستانیو ملګرو سره هم خبرو ته دوام ورکړو، تر څو ډاډمنه کړو، دوې څومره چې کولای شي هومره هڅه کوي چې شورشیانو مذاکراتو ته وهڅوي، خو موږ باید دا هم ومنو چې پاکستان کې هم شورشیانو ډیر زیانونه اړولي دي، په تیرو پنځو کلونو کې په دې هیواد کې په زرګونو پوځیان او ملکي خلک وژل شوي دي، نو موږ باید داسې ونه ګڼو چې پاکستان ته ددې مسایلو هواری اسانه دی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:59 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG