سره له دې چې افغان حکومت تر اوسه د امریکا د جنګي بودیجې په کمښت تبصره نه ده کړې، خو د ولسي جرګې د ځمکنۍ بشپړتیا او دفاعي چارو کمیسیون وایي، چې د امریکا په جنګي بودیجه کې کموالی به د افغانستان په امنیت مستقیم اغیز وکړي.
په ولسي جرګه کې د دفاعي چارو د کمیسیون مشرې شکریې بارکزۍ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د امریکا په دې ګام سره افغان حکومت هم باید خپله روانه ستراتیژي بدله کړي:
"د امنیت په څرنګوالي هم تاثیر اچوي او ددې ترڅنګ د امنیتي مسولیتونو د لیږد بهیر هم تر پوښتنې لاندې راځي،افغان حکومت ته یو منظم سیاسي برنامه پکار ده. "
میرمن بارکزۍ همدا شان سپارښتنه کوي، چې افغان حکومت باید روان مالي فساد پای ته ورسوي او د امنیتي سکتور د لګښت کچه هم راکمه کړي.
په افغانستان کې دغه اندیښنې وروسته له هغې پیدا شوې، چې امریکا د ۲۰۱۳ مالي کال لپاره په خپله جنګي بودیجه کې کابو پنځه میلیارده ډالره کموالی راوستلی.
له تیرو لسو کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی چې امریکا په خپله جنګي بودیجه کې کموالی راولي.
افغان کتونکي وایي، چې د امریکا دغه اقدام به په افغانستان کې روان حالت تر اغیز لاندې راولي او د دې ترڅنګ به د افغانانو ذهنونه هم د راتلونکې په اړه مغشوش کړي.
د پوځي چارو کتونکی اسحاق اتمر وایي، دا چې امریکا په افغانستان کې خپل سرتیري هم کموي علت یې په پوځی برخه کې د امریکا د بودیجې کموالی دی:
"دوي غواړي چې د خپلو سرتیرو شمېر کم کړي زه فکر کوم که دا مرستې ددوي کمې شي دا به د افغان دولت په راتلونکي اغیز وکړي."
خو په افغانستان کې ناټو ځواکونه وایي، چې دوې به له افغان امنیتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او وایي، چې افغانان باید په دې برخه کې هیڅ اندیښنه ونه لري.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سایمن ګس ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې دوې د لیز بون غونډې پر اساس له افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړ دي:
"له بده مرغه له دریو اونیو راهیسې زه ځینې ضد او نقیضې اعلامیې اورم، چې د خلکو ذهنونه یې د خپلې راتلونکې په اړه مغشوش کړي.
اجازه راکړﺉ په ښکاره ووایم، چې د ناټو په پالیسۍ کې به هیڅ بدلون رانه شي او د افغانستان په اړه به ناټو د پالیسۍ د بدلون لپاره هیڅ ډول پریکړه هم ونه کړي.
موږ د افغانستان لپاره یوه تګلاره لرو، چې په لیزبون غونډه کې جوړه شوې او موږ تر اوسه هغې تګلارې ته ژمن یو."
خو د افغان امنیتي ځواکونو د نړېوال ملاتړ په اړه دا مهال ټولې سترګې د شیکاکو نړېوال کنفرانس ته دي.
ناټو چارواکي وايي، د مې د میاشتې په دې غونډه کې به هم له ۲۰۱۴ کال نه وروسته د افغان ځواکونو شمېر وټاکل شي او هم به ترینه د نړېوالې ټولنې د مالي ملاتړ په اړه مشخصې پریکړې وشي.
راپور:اسدالله لودین کابل