د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

ویانا کې په افغانستان کې د نشه توکو له امله پرتهدیدونو خبرې کیږي


د لسګونو هېوادونو استازو په ویانا کې د افغانستان په اړه د مخدرو موادو د کر او قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو د خبرو په مقصد خپله غونډه پیل کړه.

په دې غونډه کې پر هغو لارو چارو خبرې کېږي، چې وکولای شي د مخدرو مواو د قاچاق مخه ورباندې ونیول شي همدا شان د هغو کېمیاوي موادو مخه ونیسي، چې د پوډرو یا هیروهینو په جوړلو کې ترې کار اخیستل کېږي او په سیمه ایزه سطح هغو ابتکارونو ته پیاوړتیا ورکړی، چې پر مخدرو موادو د اعتیاد د مخنیوي لپاره کېږي.

په غونډه کې د افغانستان د مخدرو موادو سره د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل وینا وکړه او په افغانستان کې د مخدر موادو او قاچاق کولو پر بېلابېلو دلایلو خبرې وکړي:

"په افغانستان کې د کوکنارو کر او قاچاق له بېلابېلوعواملو سره تړاو لري، بې له دې چې د دې عواملو په اړه معلومات ولرو نشو کولای په دې اړه یو سم تحلیل وړاندې کړو.

په نړېوالو او سیمه ایزو بازارونو کې د مخدرو موادو لپاره په لوړه سطح تقاضا، د مشروع نباتاتو په نسبت د اپیمو د بیی لوړوالی، ناامنی، جګړه او د نارکو تروریزم د پدیدی خپریدل، د مافیايی شبکو قاچاق، وزګارتیا، فقراو د بزګرو لپاره د بدیل معیشت نه لرل، هغه عمده عوامل دي چې په افغانستان کې د کوکنار کر ته زمینه برابره کړې ده.
"

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکې مون د مخدرو موادو د قاچاق د مخنوي لپاره په افغانستان کې د قانون پر تطبیق ټینګار کوي:

"د قانون د تطبیق ادارې باید د کوکنار د کر د مخنیوی او د لابراتوارونو د له منځه وړلو لپاره په لا شدت کار وکړي.

دې هېواد ته د موادو د واردولو او د مخدرو مواد د قاچاق د مخنیوي لپاره دې کار وکړي.
"

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وايي، موږ غواړو چې لومړي د دې شر پر اساسي علت کار وکړو او دا په افغانستان کې د مخدرو موادو تولید دی.

هغه وویل، موږ دې ته اړ یو چې د کوکناور د کروندو د اړولو او د هغو لابراتوارونو د مخنیوي لپاره د افغان مشرانو ژمنې تر لاسه کړو چې دا مواد په کې جوړیږي.

د ویانا په غونډه کې د افغانستان د مخدرو موادو سره د مبارزې وزیر د ملګرو ملتونو د مخدرو مواو او جرمونو سره د مبارزې د تیر کال راپور ته اشاره وکړه او ویې ویل، د افغانستان د ۱۳۱ هکتاره مځکې څخه چې کو کنار پکې کرل کېږي څه باندې نهه نوي برخه یې په نهو نا امنو سیمو کې دي. په لرو پرتو سیمو کې هم کوکنار کرل کېږي چې ورتګ ورته اسانه نه دی.

نوموړي زیاته کړه، کوکنار په هغو سیمو کې ډیر کرل کېږي چې نا امنه دی او دا مسله له امنیت سره نژدې تړاو لري.
XS
SM
MD
LG