د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی له قوله وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه خبر ورکوي چې وایې، د افغانستان او د امریکا د حکومتونو او طالبانو ترمنځ پټ تماسونه نیول شوي دي.
وال سټریټ ژورنال د کرزي له خولې وایې چې طالبان د لس کلنې جګړې له پای ته رسېدو سره بیخي لیواله دی او درې واړو لورو په دې اړه خبرو کې برخه اخیستې.
طالبانو مخکې له افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه کړې وه او ویلي و، چې دغه حکومت د واشنګټن ترکنټرول لاندې دی.
د خبر له مخې ولسمشر کرزی له دی ډډه کړی، چې ووایې دغه خبرې چیرې ترسره شوي او نه یې هم نور جزیات څرګند کړي، خو دومره یې ویلي، چې له دې ویریږي چې په دې اړه د نورو جزیاتو څرګندول به دغې پروسې ته زیان ورسوي.
د څارونکو په باور واشنګټن غواړي، چې د سولې خبرې پرمختګ وکړي، څو وکوالای شي چې په شیکاګو کې د مې د میاشتې د ناټو په سرمشریزه کې د سولې اساسي خبرې پیل کړي.