د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

اسرایيل:ایران د نړۍ سولې ته زیان اړوي


بینیامین نتنیاهو په خپله پرونۍ وینا کې وویل، د ایران تیری مخکې له دې چې نوروهېوادونو ته لاره ومومي باید ودرول شي:

"ایران په نړۍ کې د تروریزم لوی صادرونکی دی، همدا تیرو څو ورځو کې د ایران تروریستي کړنې ټولو ته څرګندې شوې. ایران د نړۍ سولې او امن ته زیان اړوي."

همدارنګه د اسرایلو د دفاع وزیر ایهود بارک توکیو ته د سفر پر مهال وویل، چې د سې شنبې په ورځ په تایلینډ کې د شوېو چاودنو پړه د ایران او د لیبنان د حزب الله ډلې پر غاړه ده:

"موږ حزب الله ته د ورته ډلو او په ځانګړې توګه د ایرانیانو له خوا د تروریزم پر موضو بحث پیل کړی دی.

په دې وروستیو کې موږ په بنکاک، ډیلي او تبلیسي کې له موضوع سره د مخلصانه چلن شاهدان وو.

دا ډول ویره اچونه د ډیپلوماسې پر معیارونو او د هېوادونو پر اصولو تیری دی."

د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له دفتره یوه خپره شوې خبر پاڼه وايي، چې د هېواد امنیتي کابینې ته یې په نړۍ کې پر اسراییلي اهدافو وروستیو بریدونو کې د ایران د لاس لرولو په اړه معلومات ورکړل شوي او د داسې بریدونو پر مخنیوي هم خبرې شوې دي.

خو ایران د اسرایلو تورنه رد کړي دي، د ایران رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند رامین مهمان پرست له خولې ویلي، چې خپله اسراییل د بنکاک په بریدونو کې لاس لري او هڅه کوي چې د ایران او تایلینډ اړیکې خرابې کړي.


د تایلینډ امنیتي چارواکې وايي، له چاودنو وروسته یې د دې هېواد د پایتخت د استوګنې په یوه سیمه کې له یو کرایه شوي کور څخه یې یوه اندازه چاودیدونکې مواد تر لاسه کړي دي.

دوه تنه هم چې ایراني اتباع دي د دې چاودنې سره د تړاو په تور نیول شوي.

همدارنګه د مالیزیا چارواکو ویلي، چې یو بل ایرانی په دې هېواد کې نیول شوی دی.

د تایلینډ پولیسو یوه مشکوکه ښځه هم په دې چاودنو کې د لاس لرلو په شک نیولې ده.

د تایلینډ د ملي امنیت د شورا ریس ویلي دي، مشکوکو کسانو هڅه کوله ځینې کسان هدف وګرځوي خو داسې ښکاري چې کافي چاودیدونکې مواد یې نه لرل چې ډیره مرګ ژوبله واړوي.

د دې سوال په ځواب کې چې ایا په تایلینډ کې دې چاودنو په ډیلي او تیبلیسي کې پر اسرایلي ډیپلوماتانو له شوېو بریدونو سره کوم ارتباط درلود، تایلنډي چارواکو ویلي چې تر اوسه یې کوم ارتباط نه دی موندلی خو څېړنې یې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې په نوي ډیلې کې د دوشنبې په ورځ دوو چادونو کې د یو اسرایلي ډیپلوماټ میرمن ټپي شوه، او په تیبلیسي کې د یو اسرایلي ډیپلومات تر موټر لاندې نښلول شوی بم کشف او شنډ شو.
XS
SM
MD
LG