د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

احمد رشيد: تمه ده روانې خبرې سولې ته لار اواره کړي


له یوولسو کلونو جګړو وروسته طالبانو په ډاګه اعلان وکړ چې په قطر کې د امریکا له متحده ایالاتو سره خبرو ته چمتو دي.

دا د افغانستان په سیاسي عملیه او داخلي ثبات کې یو ستر بری ګڼل کېږي او له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو عسکرو د وتلو پرمهال، د سولې پر لوري مهم ګام دی او په دې توګه به بهرني عسکر له وینې توئیدو پرته په سوله ييز ډول له دې هېواد څخه ووځي.

د سولې دا مهمې خبرې له یوه کال راهیسې د جرمني په منځګړيتوب او د قطر په کوربه توب د امریکایي چارواکو او طالبانو تر منځ پیل شوي او د دواړو خواوو استازو په مستقیم ډول یو له بل سره لیدنې کتنې هم کړې دي.

هیله ده چې دا لیده کاته او خبرې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پخلاینې ته لار هواره کړي.

طالبان ټینګار کوي چې دوى د جمهور رئیس حامد کرزي له حکومت سره خبرې نه کوي او یوازې له امریکایانو سره خبرو ته چمتو دي. جمهور رئیس کرزي هم په دې وروستیو کې ضد ونقیضې خبرې کړي او وایي، حکومت یې د جرمنانو له خوا د خبرو په هرې مرحلې کې دخیل او شامل شامل شوی دی.

د احمد رشید په وینا، د سولې دا خبرې به حتما پر مخ ځي او دا ځکه چې طالبانو هم ورته چمتووالی ښودلی او د جګړې د ختمولو لپاره بله چاره هم نه شته.

احمد رشید په مقالې کې زیاتوي، په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جګړو کې د ناټو د بري په اړه شکونه موجود دي، که څه هم د ناټو جنرالان غټې ادعاوې کوي.

طالبانو د القاعده وسله والو پرخلاف وښودله چې د بهرنیو ځواکونو له مستقیمو حملو او ضربو څخه یې ځانونه بچ کړي او دوى په لوژستیکي، ادارې او د وسله والو د جذب په لحاظ غني دي.

احمد رشید لیکي:

طالبان به وکړاى شي چې په سپرلي کې شاوخوا ۲۵ زره وسله والو جګړو ته چمتو کړي او دا هغه رقم دی چې په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کلونو کې یې هم سمبال کړی و.

د لیکوال په باور، د طالبانو قوت او ژوند د پاکستان په ملاتړ او امن ځایونو کې دی.

په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال به د افغان امنیتي ځواکونو شمېر ۳۵۲ زرو ته ورسېږي.

د احمد رشید په وینا، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ستراتیژي یوه سیاسي ستراتیژي نه ده او دا ډاډ هم په کې نه شته چې افغانستان به په خپل ستونزمن او نازک ګاونډ او چاپېریال کې سیاسي ثبات ولري.

جمهور رئیس بارک اوباما او جمهور رئیس کرزي دواړو په خپلو کې د ستراتیژیکو همکاریو خبرې کړي، خو تر اوسه یې په دې اړه غوڅه پرېکړه نه ده کړې.

د جمهمور رئیس کرزي لپاره به ډېره ګرانه وي چې په یوه وخت کې له امریکا سره ستراتیژیک تړون او له طالبانو سره د پخلاینې تړون لاسلیک کړي. دا دوه هدفونه یو له بله جلا دي.

د احمد رشید په باور، د طالبانو د مشر ملا عمر لپاره به ناممکنه وي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له اډو سره موافقه وکړي او په دې اړه دې خپلو ملاتړو ته قناعت ورکړي.

د جمهور رئیس کرزي په ګډون زیات شمېر افغانان د خپل امنیت په مقصد هم غواړي چې بهرني ځواکونه دې په افغانستان کې حضور اوږد کړي.

احمد رشید په مقالې کې وړاندې لیکي:

د امریکا متحده ایالات، ناټو او جمهور رئیس کرزی ټول یوې سیاسي ستراتیژۍ ته اړتیا لري چې له مخې یې له طالبانو سره په خبرو کې اعتماد ایجاد شي او هغوي له شخړو لاس واخلي.

په داسې یوه حالت کې به خبرې په حکومت کې د کرزي او طالبانو تر منځ د قدرت شراکت ته لار خلاصه کړي.

جمهور ئیس بارک اوباما او جمهور رئیس کرزی دواړه له طالبانو سره د خبرو د نتیجو په اړه مخالف نظرونه لري.

د امریکا پوځ غواړي چې طالبان نور هم کمزوري کړي، خو د بهرنیو چارو وزارت غواړي چې د افغانستان د شخړې د حل لپاره باید امریکا خپل زیات پام سیاسي ستراتیژۍ ته واړوي.

احمد رشید په مقالې کې وړاندې لیکي:

سیاسي عملیه باید ډیالوګ ته لار هواره کړې او بالاخره باید د افغانستان د ګاونډیانو تر منځ داسې سیاسي تړون رامنځته کړي چې هغوى په دې خبرې سلا شي چې په افغانستان کې به مداخلې نه کوي.

له هند پرته، د افغانستان ټول نږدې او لیرې ګاونډیان لکه چین، روسیه، د مرکزي آسیا پنځه جمهوریتونه، پاکستان او ایران ، له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د اوږدې مودې حضور سره مخالفت کوي. که چیري امریکا غواړي په افغانستان کې خپلې اډې وساتي نو د دغو هېوادونو د نه مداخلې تضمین او ډاډ باید تر لاسه کړي.
XS
SM
MD
LG