د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د افغانستان بې ثباتي د شوروي د یرغل له وخته په میراث پاتې ده


د دلوې شپږویشتمه هغه ورځ ده، چې شوروی پوځونه له افغانستان څخه ووتل. د شوروي پوځونه، په کال یوزرو درې سوه اته پنځوسم لمریز کې افغانستان ته راغلی و.

پر افغانستان د شوروي پوځونو یرغل، په هېواد کې د کورنیو جنګونو، د میلیونونو افغانانو د مرګ ژوبلې او د هیواد د اکثرو برخو د ویجاړیدو سبب شو.

اکثره افغانان وایي، په هیواد کې روانې ناخوالې، دښمنۍ، جنګ، مرګ ژوبله، ناامني او بې ثباتي، ټول هغه څه دي، چې د شوروي پوځونو له وتلو سره سره، اوس هم په دې هیواد کې جاري دي.

افغان جهادي شخصیت او د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وایي، سره له دې چې د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره نړیوالې ټولنې هڅې پیل کړي، خو هېواد اوس هم بې ثباته دی.

دی وایي، د دې لامل پرهېواد، هماغه د شوروي پوځونو یرغل دی، چې اغیزې یې لا پاتې دي:

″دوه ویشت کاله کېږي، چې له افغانستانه شورویان وتلي، نړیواله ټولنه راغلې ده، په هره برخه کې یې مرستې وکړې، خو هېواد لا بې ثباته دی، دا ډول هغه میراث دی، چې له شوروی یرغل څخه پاتې دی.″

افغانستان ته د شوروي پوځونه په یوزرو درې سوه اته پنځم لمریز کال کې راننوتل، چې پر مټ یې ببر ک کارمل د هیواد واګی ترلاسه کړ.

د مخالفتونو زیاتېدل:

د وخت واکمنۍ غوښتل، چې د شوروي پوځونو په مرسته، خپل مخالفین وځپي او پر ټول هیواد حاکمیت ټینګ کړي. خو داسې ونه شول او مخالفتونو ورسره له یوې ورځې نه بلې ته زور اخیست.

دا مخالفته نه پر جنګونو واوښته، چې په کې په میلیونو افغانان مړه او معیوب او د هیواد ډیر شته له خاورو سره خاورې شول.

په دې هیواد کې شوروي پلوه وروستۍ واکمنۍ د ډاکترنجیب اله وه، چې په
«یو زرو درې سوه یو اویایم لمریز کال کې» د مجاهدینو له خوا نسکوره شوه.

د مجاهدینو په واکمنۍ کې هېواد د تنظیمي جنګونو په لومه کې ونښت. دې جنګونو د افغانانو د وژنو سطح نوره هم لوړه او که کوم کور، کلی په کې روغ پاتی و، هغه یې هم خاورې کړ.

له هغې وروسته پر هیواد طالبان واکمن شول.

لویدیځ ویل، داهیواد د دوی د د ښمنانو پر ځاله اوښتې.
په هیواد کې ټوله بدبختي پر سردار داوو له کودتا ورورسته پیل شوه، د مجاهدینو په وخت کې په یو وطن کې څو پاچاهي وې، نړیوالې ټولنې مرستې وکړې، خو ورته په کار ده، چې له وتلو مخکې له طالبانو او نورو مخالفینو سره روغه وکړي او بیا لاړ شي او که داسې ونه کړي، دا وطن به یوځل بیا ویجاړ ووینیﺉ.


په دوه زره یوولسم میلادي کال کې د ملګروملتو د پریکړی سره سم، امریکایي ځواکونو د طالبانو واکمني پای ته ورسوله او په لسګونو زره امریکایي او د ناټو ځواکونه په هیواد کې میشت شول.

بهرنیو ځواکونو په لسو کلونو کې د دې هېواد اردو، حکومتداري او د بیارغونې له چارو سره د پام وړ مرستې وکړې، خو غواړي، چې دوی هم په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې له افغانستان ووځي.

خلک او د نظر خاوندان وایي، افغان حکومت او امنیتي ځواکونه دې ځای ته نه دي رسیدلي، چې له ورپیښو ستونزو پر وړاندې ودریږي.

دوی وایي، ناټو باید د شوروي پوځونو غوندې دا هیواد یوازې پرې نه ږدي.

د ملي اردو پخوانی جنرال عتیق اله امرخیل وایي:

″د هیواد اردو، حکومتداري اوس هم دې ځای ته نه ده رسیدلې، چې د ورپیښو ستونزه پر وړاندې ډاډمنه مبارزه وکړي، ناټو باید د شوروي پوځونو په څیرافغان پرې نه ږدي، دوی باید افغان حکومت له هره پلوه په پښو ودروي اوکه نه نو د کورنیو جنګونو او د بهرنیو مداخلو ویره شته.″

افغانستان لاهم مرستو ته اړتیا لري:

خلک وایي، د هیواد ثبات لا مرستو ته اړ دی او ناټو باید د دې هېواد ټولې ستونزې او نیمګړتیاوې په پام کې ونیسي.

″په هیواد کې ټوله بدبختي پر سردار داوو له کودتا ورورسته پیل شوه، د مجاهدینو په وخت کې په یو وطن کې څو پاچاهي وې، نړیوالې ټولنې مرستې وکړې، خو ورته په کار ده، چې له وتلو مخکې له طالبانو او نورو مخالفینو سره روغه وکړي او بیا لاړ شي او که داسې ونه کړي، دا وطن به یوځل بیا ویجاړ ووینیﺉ.″

خلک داهم وایي، هیواد یې د داسې ګاونډیو په مینځ کې پروت دی، چې ډیر ځلی یې د دې هیواد په بې ثباتي کې لاس لرلی دی.

خو نړیواله ټولنه وایي، له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته به هم دا هیواد یوازې پرې نه ږدي.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې د بن په دوهم کنفرانس کې، د نړۍ د څه باندې سلو هیوادونو استازیو پریکړه وکړه، چې تردوه زره څلرویشتم کاله پورې به له افغانستان سره په هرو برخو کې مرستې وکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG