د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

″د بشري حقونو د کمیسیون کمشنران د مدني ټولنو دلست له مخې ټاکل کیږي″


د ولسمشر کرزي یو ویاند حامد علمي
د ولسمشر کرزي یو ویاند حامد علمي
د جمهوري ریاست چارواکي وایي، دا چې د بشر د حقونو د خپلواک کمیسون کمیشنران ولې تر اوسنه نه دي ټاکل شوي لامل یې دا دی، چې مدني ټولنو دغو پوستونو ته د کاندیدانو لست تر اوسه دوی ته نه سپارلی.

د جمهوري ریاست یو ویاند حامد علمي د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل، چې ولسمشر کرزي د سې شنبه په ورځ د مدني ټولنو له یو شمیر غړیو سره په لیدنه کې یو ځل بیا د بشر د حقونو د کمیشنرانو د ټاکلو په هکله مشوره وکړه.

ښاغلی علمي وایي، کله چې د دغو کمیشنرانو لست دوی ته وسپارل شي، جمهوري ریاست به یې هم په ټاکلو کې ژر اقدام وکړي.

″موږ هڅه کوو، چې دا کار ژر تر ژره ترسره کړو، دقیق وخت ټاکل لږ ستونزمن دی، ځکه دا په موږ پورې نه ده تړلې، په مدني ټولنو پورې تړلې، دا چې دوی موږ ته لستونه رالیږي د څو کسانو لست رالیږي، بیا له هماغه لست نه کسان ټاکل کیږي او وروسته باید یو څوګ له هغوی سره مرکه وکړي، چې څو وګوري چې په رښتیا سره دوی باورمند کسان دي، آیا دوی په رښتیا سره په دې برخه کې تجربه لري کنه او کوم شرایط او صفات چې ذکر شوي، آیا دوی هماغه صفتونه لري کنه؟ او وروسته له هغه یې په رسمي توګه د بشر د حقونو کمیسون ته ورپیژنو.″

شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د هغو نهو کمیشنرانو له ډلې چې کاري دوره یې پای ته رسیدلې وه ولسمشر کرزي یې د پنځو تنو کاري دوره تمدید او د پاتې د دریو یې تمدید نه کړه.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د بشر د حقونو د خپلواک کمیسون د هر کمیشنر کاري دوره پنځه کاله ټاکل شوې ده، چې دوی هم خپله پنځه کلنه دوره پوره کړې وه.

خو د یو شمېر مدني ټولنو غړي بیا د دغو کمیشنرانو په ټاکنه کې په روڼ والي باندې ټینګار کوي او وایي، چې باید دغه کسان د پاریس د اصول نامې له مخې وټاکل شي.

د مدني ټولنې د پراختیا مرکز مشر ډاکټر محمد سعید نیازي چې د سې شنبه په ورځ یې له ولمسمشر سره لیدلي آزادۍ راډیو ته وویل، چې باید د دې کسانو په نیولو کې د نورو دولتي چارواکو په شان کوم معیار په پام کې ونه نیول شي.

ښاغلي نیازي یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ، چې باید د بشر د حقونو نوي کمیشران زړور، په بشري حقونو باورمند، د بشري حقونو په برخه کې لس کلنې کاري تجربې لرونکې او په کومې سیاسي ډلې پورې تړلې کس نه وي.

″زموږ هم همدا تشویش دی چې لکه د نورو وزارتونو او دولتي مقامات چې ټاکل کیږي، د جمهوري ریاست له خوا معمولاً د امتیاز په توګه ځینو تنظیمونو او اقوامو یا اشخاصو ته امتیاز ورکول کیږي، دا دوه ځلې چې مونږ ولسمشر ته ورغلو زمونږ هدف دا وو چې د اشخاصو او افرادو لیاقت او شایستګي ته دې وګوري او دا دې د امتیاز په توګه چاته نه ورکوي).

ډاکټر سعید نیازي وایي چې ژر به د دغو کمیشنرانو لست جمهوري ریاست ته ولیږي، هغه دا اندیښنې پداسې حال کې څرګندې کړي چې په لسهاوو نورې مدني ټولنې هم شته او بیلابیل نظرونه لري.

د مدني ټولنې د همغږی جرګې او نورو مدني ټولنو تر منځ یو اساسي اختلاف دادی چې دوی غواړي د بشر د حقونو ټول کمیشنران دې نوي شي خو نورې ټولنې یې یواځې د څلورو کسانو د نوي کیدو غوښتنه کوي.

د دې جرګې مشر عبدالرحمن هوتکی آزادۍ سره په مرکه کې وویل چې د دوی او نورو مدني ټولنو تر منځ یو لوی توپیر موجود دی.

″څو موضوع ګانې د اختلاف لامل شوي اولاً دا چې د مدني ټولنې د همغږی جرګې پریکړه کړې چې د بشر د حقونو د خپلواک کمیسون د ټولو کمیشنرانو کاري دوره پوره ده یعنې له رییس نه نیولي تر اخري کس پورې نو ځکه باید ټول کسان لیرې او نوي کسان ونیول شي خو نورې برخې چې هلته هم ځینې چتري بنسټونه سره راټول شوي دي هغوی بیا پدې اتکا کوي چې د دغو څلورو کسانو کاري دوره چې نه ده تمدید شوې د دوی پر ځای دې نوي کسان ونیول شي.″

مدني ټولنو مخکې هم څو څو ځله له ولمسمشر حامد کرزي سره کتلي او له هغه څخه یې غوښتي چې د نوي کمیشنرانو په ټاکلو کې باید له شفافیت څخه کار واخیستل شي.

سره له دې چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د بشر د حقونو د کمیشنرانو ټاکل د ولسمشر واک دی خو د جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې ولسمشر کرزی غواړي چې دغه کسان د مدني ټولنو په مشوره وټاکي.
XS
SM
MD
LG