د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

نهه تنه کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي شول


ولسي جرګې ته په داسې حال کې نهه تنه کاندید وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي کیږي، چې دې جرګې د حکومت د کابینې دوه تنه وزیران استیضاح او څوارلس نور وزیران او سرپرست وزیران خپلو راتلونکو غونډو ته استجواب کوي.

د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالستار خواصي په یوه ځانګړې مرکه کې آزادي راډیوته وویل، چې دا کاندیدان وزیران د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال دې جرګې ته معرفي شول.

ښاغلي خواصي ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره د کاندیدو وزیرانو نومونه داسې بیان کړل:

″ډاکټر ثریا دلیل د روغتیا وزارت نومانده، حسن بانو غصنفر د ښځو د چارو وزارت نومانده، ډاکټر عبیدالله عبید د لوړو زده کړو وزارت ته نوماند، ویس برمک د کلیو د براختیا وزارت ته نوماند، ډاکټر نجفي د ټرانسپورټ وزارت ته نوماند، حسن عبداللهي د ښار جوړونې وزرات ته نوماند، امیر اسماعیل خان د اوبو او برېښنا وزارت ته نوماند، امیرزی سنګین د مخابراتو وزارت ته نوماند او انجینر نجیب الله اوجن د فواید عامې وزارت ته نوماند.″

په دې لسټ کې د لوړو زده کړو وزارت ته کاندید عبید الله عبید، د ښاري پراختیا وزارت ته کاندید حسن عبدالهي او د فواید عامې وزارت ته کاندید نجیب الله اوجند نوې څیرې دي، چې ولسي جرګې ته معرفي شوي.

له دوی پرته ولسي جرګې ته معرفي شوي ټول کاندید وزیران هغه اشخاص دي، چې له تیرو څه باندې دوو کلونو راهیسې یې د سرپرستو وزیرانو په توګه دنده ترسره کوله.

د ولسي جرګې لومړی منشي عبدالستارخواصي وایي، چې ځینې معرفي شوي کاندید وزیران ښه کاري وړتیا لري، خو د ده په خبره د ځینو نورو کاري وړتیا به وروسته معلومه شي.

ښاغلي خواصي وویل، چې دې کاندیدو وزیرانو ته به له هغو وزیرانو سره تر حساب کتاب کولو وروسته د باور یا عدم اعتماد رایې ورکړې شي؛ چې د ولسي جرګې له خوا له مخکې نه استیضاح او استجواب شوي دي:

″د روساوو کمېټه د اجنډا د تعین صلاحیت لري، له دې مخکې موږ ډېره مهمه اجنډا لرو، چې هغه د استیضاح او استجواب اجنډا ده. تاسې پوییږﺉ، چې د ولسي جرګې مهمه او اساسي وظیفه د حکومت پر چارو نظارت دی، چې استجواب او استیضاح د نظارت یوه مهمه برخه تشکیلوي، مو تر بلې یکشنبې پورې خپله اجنډا لرو.″

دا کاندید وزیران په داسې حال کې ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي کیږي، چې له تیر څه باندې یوه کال راهیسې اوه وزارتونه د سرپرستو وزیرانو له خوا اداره کیږي او دا مساله پر ولسمشر د ولسي جرګې د غړو او ځینو سیاسي کړیو له خوا د سختو انتقادونو لامل هم ګرځیدلې ده.

که څه هم لاتراوسه نه ده معلومه چې په دې کاندیدو وزیرانو کې به څه شمیریې وتوانیږي له ولسي جرګې څخه د باور رایې ترلاسه کړي خو ویل کیږي چې ښایی یوشمیریې ونه توانیږی چې د ولسي جرګې له آزموینې څخه بریالي را ووځي.
XS
SM
MD
LG