د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۱

ایساف ځواکونو ومنله چې په کاپیسا کې یې ۸ افغان ماشومان وژلي

که څه هم د ناټو ځواکونو د هوايي عملیاتو قومندان ومنله چې په کاپيسا ولایت کې د دوی په پوځي عملیاتو کې اته ملکي کسان وژل شوي، خو وايي، دغه عملیات له سیمه یېزو افغان ځواکونو سره په همغږۍ ترسره شوي دي.

د ایساف د هوايي عملیاتو قومندان مایک ویګسټتن چې د پيښې په اړه د تحقیقاتي پلاوی مشر هم و، په کابل کې په دې اړه په یوه خبري کنفرانس کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره غمرازي وښودله.

نوموړي چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله، وویل، د دوی د څیړنو له مخې په دغو کسانو وروسته له هغې دوه بمونه غورځول شوي، چې د ځینو نښانو له مخې پرې د مخالفینو ګومان وشو:

″دا پریکړه چې پر دوی بمونه وغورځول شي، له دې امله شوې وه، چې دوی غټان ښکاریدل، داسې ښکاريدل ته به وايي، چې وسلې لري او داسې ډله ډله کیدل چې افغان پولیسو او ایتلافي ځواکونو ته ترینه خطر احساس کیده.

قومندان اندیښمن و، چې دوی خو د حملې لپاره په ښه حالت کې دي، نو یې د بمونو غورځولو لاره ونیوله. خو له ډيره بده مرغه چې دا د دې درې اته ځوانان و.″

دغه اته کسان تیره اونۍ په د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ په ګیوانه کلي کې ووژل شول؛ چې جمهور رییس حامد کرزي یې هم وژنه په کلکه وغندله.

که څه هم افغان چارواکي وژل شوي کسان ماشومان بولي، خو د ایساف ځواکونو دغه جګپوړي چارواکي بیا ځوانان وبلل.

د یوې پوښتنې په ځواب کې مایک ویګسټن څرګنده نه کړه، چې د وژل شویو کسانو کورنۍ ته به څه تاوان ورکړل شي، خو دا یې وویل، چې د سیمې له خلکو سره د مرستې لپاره به د دې سیمې سړک پوخ شي.

د نوموړي په وینا د عملیاتو هدف په سیمه کې د وسلو او مهماتو کشفول و، چې سیمه ییزو پولیسو په کې برخه لرله او یوه ورځ مخکې د کاپيسا د ملي امنیت یااستخباراتو مسوول ته یې هم په اړه خبر ورکړل شوی و.

خو پخوا ترې دې هغه افغان پلاوی چې کاپیسا ته د پيښې د څیړنې لپاره تللی و، یاد عملیات خپل سري بللي و.

په دې پلاوي کې د ملي امنیت یا د استخباراتو د عمومي ریاست استازي جنرال فاروق رسنیو ته وویل، چې دغه عملیات آن د دوی له مخالفت سره سره شوي:

″په کاپيسا په دې ولسوالۍ کې د فرانسوي ځواکونو عملیات له افغان امنیتي اداروسره په همغږۍ نه و شوي او په خپل سر شوي و. آن د ملي امنیت عمومي ریاست ورته ویلي وو، چې دا عملیات دې نه کیږي، خو بیا هم فرانسویانو کومه توجه ونه کړه او په خپل سر یې عملیات وکړل.″

په کاپیسا کې د اتو ملکي کسانو وژنې په ولسي جرګې کې هم د وکیلانو غوصه راپارولې ده.

د دې جرګې له خوا د کورنیو چارو د وزیر بسم الله محمدي د استیضاح کولو د پریکړې یو علت همدا پيښه ښودل شوې.

که څه هم ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې د رسیدو له امله د ناټو ځواکونو په عملیاتو د افغان حکومت په ځانګړې توګه جمهور رییس حامد کرزي له خوا په بیا بیا انتقادونه شوي، خو دغه ځواکونه وايي چې تر خپله وسه په جګړې کې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG