د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

مظاهره چيان: د کونړ والي په ټاکنو کې مداخله کړې


په کونړ کي دولایتي شورا دریاست او اداري هیئت د کلنیو ټاکنو څخه د راپیداشو لانجو په ترڅ کي پرون بیا د کونړ مرکز اسعد اباد د مظاهرو شاهد و، مظاهره چیانو چې د حاجي نورالدین په ملاتړ او د حاجي میاحسن پر خلاف راوتلي وو.

شعارونه يې ورکول چې دوى شوې ټاکنې او د هغو نتایج نه مني اوله مرکزي دولت څخه غواړي چې باید یادې شخړې ته د حل لار پیدا کړي، دوى وايي چې د ټاکنو پرمهال د کونړ والي لاسوهنه کړې، خو د کونړ والي دا دعوه ردوي.

د مظاهرې یوتن ګډونوال محمد نعیم اخونزاده ازادۍ راډیو ته وویل پنځه ورځې کېږي چې په کونړ کې د ولایتي شورا د ریاست او اداري پلاوي د کلنیو ټاکنو څخه د راپیدا شوو ستونزو په سبب مظاهرې روانې دي:

̋کوم مظاهره چیان چې راټول شوي ګواښ کوي چې د کونړ والي په انتخاباتو کې درغلي کړې ده .قومونه خپلمنځي لانجو ته هڅوي. د مظاهرو اصلي منشا همدا ده چې د ولایتي شورا په کلنیو ټاکنو کې والي لاسوهنه کړې ده. نو خلک د هغه په لاسوهنه په قهر دي او راوتلي دي̋

حاجي نورالدین څوک چې دعوه لري چې کلنۍ ټاکنې ده او دده ملګرو ګټلي وايي:

̋د ولایتی شورا کلنۍ ټاکنې د رواني میاشتې پر نهمه نېټه ترسره شوي چې په کې د یوناما، د ټاکنو دفتر او له کابل څخه راغلى پلاوی شامل و، ټاکني وشوې، زه په کې رئیس بل ملګری مې مرستیال او استاد توراج په کې منشي وټاکل شوه، خو والي چې بیا ټاکنې کوي دا د هغه خپل کار دی.

دې کې د خپلواک کمیسون مسوول سرداري رشوت اخيستی دی، والي رشوت اخيستی دی، د والي په کوټه کې شوې دي، تول کونړ ته پته ده .څه وخت چې بیا ټاکنې کېدې زماټول ملګري په کابل کې وو او په دغه شپه زه لس بجې حاضر شوی یم او موږ دا ټاکنې نه منو̋

د ټاکنود خپلواک کمیسيون مسول شاه جهان سرداري د مظاهره چیانو له خوا پرې لګېدلي تورونه ردوي.

د کونړ والي سید فضل الله وحیدي ازادۍ راډیو ته وویل دوى د ولایتي شورا په کلنیو ټاکنو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې او نه چا په کې پیسې اخيستې دي.
XS
SM
MD
LG