د پکتيا ولايت د پينځو نسبي نا امنو ولسواليو سلګونه تنو ښوونکو او اداري کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې، اغېزمن تدريس او د ادارې د ښه سمبالښت او منجمنټ په برخه کې ځانګړې زده کړې ورکړل شوې.
دغه ښوونکي، د لېسو مديران او سر معلمان چې شمېر يې ۱۴۴۵ تنه کېده، د پکتيا ولايت د نسبي نا امنو ولسواليو زرمت، جاني خېلو، وزې ځدراڼ، ښواک او ګردې څېړۍ څخه مرکز ګردېر ته راغلي و او دلې په دې هيله په سړو واورو کې دېره و چې خپلې سيمې ته له ستنېدو وروسته د ورښودل شويو لارو چارو په پام کې نيولو سره په ځايي تعليمي نظام کې اصلاحات راولي.
د پکتيا ولايت د پوهنې رييس محراب الدين شفق د دې روزنيزې دورې د فراغت پر مهال وويل چې د دغه ورکشاپ ګډونوال چې نږدې يو زر او څلور سوه پنځوس تنه و، د پکتيا ولايت د هغو پينځو نا امنه ولسواليو د ښوونځيو ښوونکي او اداري کارکوونکي دي، چې د ناامنۍ له امله يې د نورو ولسواليو د ښوونکو پر تله په اداري او تدريسي برخه کې نيمګړتياوې درلودې.
شفق زياته کړه:
"دغه ښوونکي د پکتيا د ناامنه ولسواليو زرمت، وزې ځدران، ګرده څيړۍ، ښواک او جاني خيلو د ښوونځيو څخه وو، چې ۲۶ ورځې زدکړې ورکړل شوې. د دې کسانو له ډلې څخه ۶۹۱ تنو ته د تدريس په برخه کې او ۷۵۴ کسانو ته د ادارې او منجمنټ درسونه ورکړل شول"
د شفق په وينا په پام کې لري چې د روزنې دغه لړۍ روانه وساتي او د نورو ښوونځيو ښوونکو ته هم ورته روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي.
د دغې روزنيزې دورې دوه تنه ګډونوال چې د فراغت سندونه يې تر لاسه کړي و، د دې ورکشاپ د جوړېدو له امله خوښ و او دا يې ښه هڅه وبلله.
د زرمت ولسوالۍ د سهاکو لېسې ښوونکی اختر محمد وايي چې اوس د
تدريس له ډېرو نويو ميتودونو اشنا شوی:
"زه له دغه سيمينار څخه ډېر خوښ يم، واقعا دا يو ميتوديک او اکاډيميک سيمينار ؤ، ډېر په زړه پورې و او ټولو ښوونکو موږ ته په ډېره ښه توګه درس راکړ"
يو پل ښوونکي هم خپله خوښي داسې وښوده:
"دغه سيمينار دوه برخې درلودې، چې يوه برخه يې د ښوونکو او بله يې د اداري کارکوونکو لپاره وه. دغه دواړه پروګرامه ډېر په زړه پورې او اړين ؤ، موږ ښوونکو ډېر مشکلات درلودل اوس دې سيمينار موږ په پښو ودرولو"
د پکتيا د نا امنو ولسواليو دغه ښوونکي او د ښوونځيو اداري کارکوونکي د هغه پراخ پروګرام په چوکاټ کې وروزل شول چې د پوهنې وزارت لخوا په ټول هېواد کې پيل شوی او هدف يې د نا امنو ولسواليو د ښوونکو ظرفيت لوړول ښودل شوی.
راپور – لمر نيازی