د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۸

ایران او پاکستان د افغانستان لس کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو کوي

زیات شمېر افغانانو ته په ۱۹۸۸ کال کې د جینوا تړون په یاد دي، چې له مخې یې شوروي اتحاد خپل ځواکونه له افغانستان څخه وایستل، خو هغه مهال د پاکستان او ایران په ګډون د سېمه یېزو لوبغاړو له خوا د قدرت سوله یېز انتقال ته فرصت ورنه کړ شو.

نن سبا دا هېوادنه بیا هم هماغه نیت لري او غواړي، چې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو راهیسې په افغانستان کې ترلاسه شوې بریاوې او پرمختګونه له منځه یوسي.

نړیوالې ټولنې د جرمني په بن ښار کې په تېر ډسمبر میاشت کې ژمنه وکړه، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د نورو لسو کالو لپاره هم له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي او امریکا ژمنه وکړه، چې خپل یو شمېر عسکر به په دې هېواد کې ساتي.

په دې کار سره تر ډېره حده د افغانستان په اړه بې باورۍ له منځه لاړې خو د افغانستان د سیاسي چارو د کارپوه هارون میر په وینا، په افغانستان کې د امنیتي وضعې په خرابیدو سره دا هيلې کمې شوې، چې افغان حکومت به له ۲۰۱۴ کال وروسته هر څه په خپل واک کې کړې.

دا مهال په حساسو سيمو لکه هلمند کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال، له طالبانو سره د سولې او د جمهور رییس حامد کرزي پر ځای د بل کس د ټاکنې او قدرت په اړه اندیښنې موجودې دي.

وسله وال په مستقیم ډول له نړیوالو او افغان ځواکونو سره د جګړو ډګرونو ته نه داخلیږي او ځانونه له خطر څخه بچ ساتي. دوی په افغان او ناټو ځواکونو باندې تروریستې حملو ته ملاتړلې او بهرنیو ځواکونو ته یې زیاته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

وسله والو دغه راز د افغانستان د سیاسي شخصیتونو په له منځه وړلو سره یو ډول اضطراب او وارخطایي هم رامنځ ته کړې ده.

په عین حال کې د پاکستان او ایران استخباراتي شبکو خپل ورانونکې فعالیتونه زیات کړي او غواړي؛ په ۲۰۱۴ کال کې افغان ځواکونو ته په سوله یېز ډول د واک د انتقال مخه ونیسي.

نیویارک ټایمز لیکي، اسناد هم شته، چې د پاکستان او ایران استخباراتي شبکې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه د هارون میر د خبرو په دوام کې لیکي، د افغانستان حکومت یا نظام د افغان امنیتي ځواکونو د وفادارۍ پر ځای، د امریکایي ځواکونو په پوځي حضور او د نړیوالې ټولنې په مرستو تکیه دی.

که چېري له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د بهرینو ځواکونو ماموریت او د مسولیتونو انتقال په مسولانه ډول تر سره نه شي نو په کابل کې به د ګډوډیو د رامنځ کیدو په صورت کې د قدرت خلا ایجاد شي او مرکزي حکومت به په هیواد باندې خپل واک او څار له لاسه ورکړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG