د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون لاسلیکېدو ته څو اونۍ پاتې دي


د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا وایي، افغانستان او امریکا د یوه ستراتیژیک تړون له لاسلیک کولو یواځې څو اونۍ واټن لري.

دغه تړون به د امریکا متحدو ایالتونو ته اجازه ورکړي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړي.

پنیټا د امریکا د کانګرس د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمیټې ته وویل، چې تراوسه هم دوه مسالې نه دي هوارې شوي، یوه د افغانستان حکومت ته د زندانونو د مسولیتونو د انتقال اوبله هم د شپې له خوا د امریکایي ځواکونو د عملیاتو د بندیدو مساله ده.

پنیټا زیاته کړه، هلې ځلې روانې دي، چې پرداوړو موارو کې یوه توافق ته ورسیږو. خو د دغه امنیتي تړون ډيرې برخې بشپړې شوي دي.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې په راتلونکو څو اونیو کې به کابل او واشنګټن په دی اړه یوې موافقې ته ورسیږي.

افغان چارواکي په افغانستان کې د شپې له خوا د امریکایي ځواکونو له عملیاتو سره مخالف دي، خو واشنګټن د دغو عملیاتو په دوام ټینګار کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو افغان چارواکو ویلي، چې د امریکایي ځواکونو له خوا د شپې په عملیاتو کې ډېر ملکي خلک وژل شوي دي.

امریکا باید په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي څو طالبان بیا واک ته ونه ورسیږي او بیا دا هیواد په کورنیو جګړو کې ښکیل نشي.

کارپوهان

امریکایي او افغان لوړرتبه چارواکو ویلي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به امریکایي پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

پنیټا سناتورانو ته په خبرو کې وویل، چې امریکایي ځواکونو به له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغان ځواکونو سره د لوژیستیکي، هوایي، استخباراتي چارو کې مرسته کوي.

سناټور ″لېنسي ګراهام″ وړاندیز وکړ، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته دې له پنځلسو نه ترشل زرو پورې عسکر په افغانستان کې پاتې شي.

په اوس وخت کې شاوخوا نوي زره امریکایي عسکر په افغانستان کې دېره دي او ټاکل شوې، چې د روان کال ترسپټمبر میاشتې پورې یې شمېر ۶۸ زرو ته راکم شي.

ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه ډیر امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي او د دې هېواد د امنیتي چارو بشپړ مسوولیت افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

خو د چارو کتوکي وایي، چې امریکا باید په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي څو طالبان بیا واک ته ونه ورسیږي او بیا دا هیواد په کورنیو جګړو کې ښکیل نشي.
XS
SM
MD
LG