د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۸

پاکستان ناټو ته په موقت ډول خپله ټرانزیټي لارې پرانیزي


پاکستان خپلې ټرانزیټي لارې تېر کال د خپلو ۲۴ پوځیانو د وژل کېدو پر سر د ناټو پر مخ تړلې وې.
پاکستان خپلې ټرانزیټي لارې تېر کال د خپلو ۲۴ پوځیانو د وژل کېدو پر سر د ناټو پر مخ تړلې وې.
پاکستان پرون اعلان وکړ، چې ناټو ته په موقت ډول اجازه ورکوي له خاورې یې په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته خوراکي او نورمصرفي مواد ولیږدوي.

دا د هغه کړکیچ د کمېدو څرګندونه کوي، چې تیرکال د پاکستان پرپوځي پوستو د امریکا د هوایي بمبارۍ له امله چې په کې ۲۴ پاکستاني عسکر وژل شوي وو، زیات شوی و.

پاکستان له دغې پیښې وروسته چې د تیرې نومبر د میاشتې په ۲۶ رامنځ ته شوې وه، له خپلې خاورې په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو لارې تړلې دي.

دغه مساله د دې سبب شوی، چې په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو لپاره له نورولارو د لوژیستیکي موادو او وسایلو رسول ګران تمام شي.

د پاکستان د دفاع وزیر احمد مختار وویل، حکومت ناټو ته یواځې د محدود وخت لپاره اجازه ورکوي، چې هغه خوراکي او نور مصرفي مواد چې له مخکې پاکستان ته رسیدلي، په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته ولیږدوي خو له ایتلافي ځواکونو یې غوښتتنه کړې، چې پاکستان ته د نورو موادو لیږد دې ودروي.

هغه په دې اړه چې څه وخت دغه پریکړه شوې څه ونه ویل.

یوه پاکستانی چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کړې ویلي، چې ناټو باید دغه خوراکي او نور مصرفي مواد د هوا له لارې افغانستان ته انتقال کړي.

امریکا او پاکستان تراوسه په دې اړه اختلاف لري، چې څوک د تیرې نومبر د میاشتې د پیښې مسوول دي، خو له دې سره سره ډیرې نښې نښانې د دې څرګندونه کوي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې مخ په ښه کیدو دي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ″کامرون مانټر″ تېره اونۍ ویلي وو، چې ناټو له دې سره سره چې پاکستان خپله پوله د ناټو د تیلو د ټانکرو او لاریو پرمخ تړلې، افغانستان ته د هوا له لارې د لوژیستیکي موادو د لیږدول بهیر پیل کړی دی.

ټاکل شوې ده، چې د پاکستان پارلمان روانه اونۍ پرهغې لایحې رایې واخلي چې له امریکا سره د دې هېواد پراړیکو له سره کتنه شوې ده.

د دغې لایحې په تصویبېدو سره به دغه راز دې ته لاره هواره شي، چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو پرمخ ټرانیزیټي مهمې لارې بېرته پرانیزي.

پاکستانی لوړرتبه چارواکو په دې وروستیو کې ویلي وو، چې کله چې حکومت دا امکان لري، چې له ناټو سره د ښو امتیازاتو د ترلاسه کولو معامله وکړي، نو باید هغوی ته په بشپړه توګه بېرته خپلې پولې پرانیزي څو وکولای شي، چې خپلو پوځیانو ته اکمالات ورسوي.
XS
SM
MD
LG