د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۰

″د ملا عبیدالله مړینه به د سولې روانې هڅې اغیزمنې کړي″

د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار
د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار

په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دفاع وزیر له مرګ وروسته یوځل بیا د سولې د پروسې د برخلیک په اړه اندیښنې را ولاړی شوې دي.

که څه هم د سولې عالي شورا د طالبانو واکمنۍ د دفاع وزیر د مړینې په لامل تبصره ونه کړه، خو له افغان حکومت څخه یې وغوښتل، چې له پاکستاني چارواکو څخه د ملا عبید الله د مړینې علت چې د سولې په بهیر یې منفي اغیز کړي پوښتنه وکړي.

د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وویل، چې د ملا عبیدالله مړینه به د سولې روانې هڅې اغیزمنې کړي او هغه وسله وال مخالفین؛ چې د سولې غوښتونکي دي، له دې ډول برخلیک څخه د ژغورنې لپاره به له مذاکراتو په شا شي.

″زه دا وایم، چې د سولې پر بهیر داسې پیښې په ریښتیا هم بد اغیر کوي، ځکه چې مرحوم ملا عبید الله ویلیي وو، چې موږ حاضر یو له افغان حکومت سره سوله وکړو.

بد اغیز دا دی، دوی چې سوله غواړي، د دوی برخلیک بد ښکاري، خو د رهبري نور غړي ډاریږي، ویریږي، چې که موږ سوله وغواړو زموږ برخلیک به هم همداسې وي.″

ښاغلي قاسمیار له وسله والوطالب مشرانو وغوښتل، چې پاکستان پر وړاندې دی یو موټې شي او د نړیوالې ټولنې په مرسته دې د هغوی له فشارڅخه ځان خلاص او خپل برخلیک دې خپله وټاکي.

د سولې عالي شورا له افغان حکومت څخه داسې مهال د ملا عبید الله د مړینې د علت د پوښتنې غوښتنه کوي، چې ټاکل شوې، افغان ولسمشر په روانه اونۍ کې د افغانستان ایران او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته لاړ شي.

ملا عبید الله د طالبانو د واکمنۍ د دفاع وزیر او د ملا عمر سلاکار و، د نوموړي د مړینې خبر په داسې حال کې خپور شوی، چې په قطر کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو هڅې روانې دي.

وسله والو طالبانو هم د ملا عبید الله مړینه تایید کړې، خو ویلې یي دي، چې نوموړي دوه کاله وړاندې، د کراچۍ ښار په یو زندان کې د زړه ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات او د سیاسی چارو کارپوه احمد سعیدي هم وایي، چې ملا عبیدالله مخکې مړ شوی، خو پاکستان یې ځکه مرګ پټ ساتلی و، تر څو په یو مناسب وخت کې د خپلو اهدافو لپاره ترې ګټه واخلي.

نوموړی وایي، د پاکستان اساسي هدف دا دی، چې د ملا عبیداله په مړینه هغه طالب مشران وګواښوي، چې د سولې د خبرو غوښتونکي دي.

″د دې لپاره یې مرګ افشا کړ، چې خطر دا و، چې مذاکرات په قطر کې را روان دي شاید، هغه طالبان چې په مذاکراتو کې اخته دي، هغه طالب مشران چې اوس بندیان دی، لکه ملا برادر ملا عبید هغوی دې ازاد شي، نو د دې لپاره مخکې له مخکې، اعلان وکړ، چې تاسې دا مذاکرات کوﺉ، زه داسې فکر کوم ملا برادر ژوندی نه دی، چې ملا برادر او دغه سړی د سولې پلویان وو، غوښتل یې د پاکستان له خبر پرته له افغان دولت سره سوله وکړي.

نو دا د نورو طالب مشرانو لپاره ګواښ دی، که چیری د هغوی له اجازې پرته اقدام وکړي، نو برخلیک به یې د ملا برادر په شان وي.″

پاکستان ظاهراً په افغانستان کې د سولې د بهیر په وړاندې ځان ژمن بولي، خو د کتونکو په باور په اصل کې نه غواړي، چې دا پروسه کامیابه شي.

د دوی په وینا هر هغه وخت، چې وسله وال مخالف مشران له افغان حکومت سره د سولې پروسې لپاره حاضر شي، د پاکستان له خوا یا وژل کیږي او یا هم بندي کیږي، چې ښکاره بیلګه یې د ملا برادر اخوند بندي کول دی.

د سولې عالي شورا هم وایي، چې پاکستان تل د سولې په پروسه کې د همکاري غوړې ژمنې کوي، خو په عمل کې یې اقدام نه دی کړی.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG