د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د افغانستان د امنیت په اړه ډول ډول راپورونه


افغان حکومت او کتونکي د بریتانیا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د رپوټ په هکله چې پکې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ټیټه ښودل شوې بیلابیل برداشتونه لري.

که څه هم ځینې کتونکي د دې رپورټ تر شا نورو اهدافو ته اشاره کوي، خو د کورنیو چارو وزارت یې بیا هڅوونکي بولي او وایي؛ چې دا د دوی د امنیتي ځواکونو د وړتیاو د زیاتیدو څرګندويي کوي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبه په ورځ د دې رپوټ په هکله د خوښي د څرګندونې پر مهال آزادۍ راډیو ته وویل.

″زموږ برداشت همدا دې چې په تیرو دوه کلونو کې امنیتي وضع ښه شوی او د دې نتیجه دا ده، چې په تیرو دوه کلونو کې د پولیسواو اردو له خوا ډیر عملیات تر سره شول، تر څو چې د دښمن اصلي ځایونه له منځه یوسو. دا کار شوی او نتیجه به یې خامخا همدا وي، نو بیا هم دا یو بل سند دی او زموږ ادعا نوره هم قوي کولای شي، چې ګواکې په تیر یو نیم یا دوه کلونو کې ډير کار شوی دی او دا د پولیسو، ملي اردو هغه کوښښونه دي چې نتیجه یې نن مونږ او تاسو ګورو.″

د بریتانیا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو په خپل وروستي درې کلن رپوټ کې ویلي، چې له دوه زره شپږم میلادي کال راپدیخوا دا لومړی ځل دی؛ چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی دی.

عام افغانان بیا په هیواد کې د تاوتریخوالي د کچې د کمیدو په اړه بیلابیل نظرونه څرګندوي.

موږ په دې اړه د هیواد د بیلابیلو ولایتونو، لکه کندهار، هرات او خوست کې د خلکو نظرونه راخستي.

″۱- زه جمیل احمد یم. د کندها امینتي حالت ښه نه دی، افغان دولت باید ملي ارګاونه پیاوړي کړي
۲ – نصیر احمد یم. په کندهار امنیت تر پخوا ښه شوی، په ټولو سیمو کې د پولیسو امنیتي پوستې موجودې دي، څو د پېښو مخه ونیسي.

۳ - د خوست ولایت په مرکز کې امنیت څه نا څه ښه شوی، خو له بده مرغه په کلیو کې امنیت چندانې ښه نه دی.

۴- پخوا تر دې د خوس په ولایت کې امنیت چندانې ښه نه و، خو اوسمهال په خوست کې امنیت ښه شوی دی.

۵ – زه په هرات او ټولیزه توګه د ټول افغانستان امنیتي وضعیت ښه نه وینم. په هرات کې امنیتي وضعیت ښه نه دی، وايي چې سوله، خو موږ داسې سوله چې تل پاتې وي نه وینو.″

خو افغان کتونکي د دې رپوټ ترشا ځینو سیاسي اهدافو ته ګوته نیسي او وایی، چې د بریتانیا حکومت غواړي د دا ډول رپوټونو په خپرولو سره د افغانانو او بریتانویانو ذهنیتونه بدل کړي.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل وايي لا هم په هیواد کې تاوتریخوالی شته او خلک له امنیتي ستونزو سره مخ دي.

″وايي ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلیږي، دا یوه چریکي جګړه ده نن آرامه ده سبا بدتره، تر اوسه داسې امیدواري هم نشته او نه هم څه لیدل شوی دي چې په افغانستان کې به امنیت ښه وي.

بس دا خبرې دوی د دې لپاره کوي چې د خپل ځان او د خپلو خلکو لپاره یوه لاره هواره کړي، او دا بې هدفه جګره یې شروع کړې ده چې تر اوسه دوې کومه کامیابي هم لاسته نده پکې راوړې، فقط د خپلو خلکو لپاره دغه خبرې کوي چې داده دغه جګړه چې مونږ وکړه پر حق وو داده امنیت مو هم راوستلی.″

د بریتانیا د حکومت له خوا دا رپوټ پداسې حال کې خپریږي چې د ملګرو ملتونو اوس اوس یو رپورټ خپور کړې، چې پکې د عامه خلکو په مرګ ژوبله کې په زیاتوالي اندیښنه څرګنده شوې.

که څه هم پدې رپورټ کې د تاوتریخوالي د کچې زیاتیدو ته اشاره نده شوې، خو ویل شوي، چې په تیر یو کال کې د عامه خلکو په مرګ ژوبله کې اته سلنه زیاتوالې راغلې.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG