د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

د مالیې او کورنیو چارو وزیران د ولسي جرګې استیضاحیې غونډې ته حاضريږي


د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي
د افغانستان د مالیې او کورنیو چارو وزیران په داسې حال کې د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته تیاری نیسي، چې معلومه نه ده، له استیضاح وروسته به له کوم برخه لیک سره مخ کیږي.

د کورنیو چارو دوزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم اله محمدي حاضر دی، چې د شنبې په ورځ د ولسې جرګې غونډې ته لاړ او د خلکو د استازیو پوښتنوته ځواب ووایي:

″مهمه دا ده، چې د کورنیو چارو د وزیر او د دې وزارت د مشرتابه یونیم کلن فعالیت په پام کې ونیول شي، چې ایا د افغانستان خلک د پولیسو له کړو او پراختیا څخه راضي دي او که نه؟

خو هغه سروې چې د پولیسو په هکله ترسره شوه، ښيي، چې د افغانستان خلک ترډیره د پولیسو له کارڅخه خوښ دي.

د کورنیو چارو وزیر حاضر دی، چې د ولسي جرګې غونډې ته ورشي او د هغو پوښتنې ځواب کړي.″

د کاپیسا په ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د اته ماشومانو وژل کیدل سبب شول، چې ولسي جرګه د کورنیو چارو وزیر استیضاح کړي.
پردې سربیره په کاپیسا ولایت کې د اربکیانو د ډلو جوړول بله مساله ده، چې د جرګې ځیني غړی ورسره مخالف دي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي د کورنیو چارو دوزارت پردې څرګندونو هم انتقاد کوي، چې ویلي یې دي، چې له یولکو دوه ويشت زرو څخه یولکو پنځوس زرو ته د پولیسو د شمېر زیاتول، د هېواد د ځینو سیمو د امنیتي مسوولیتونه اخیستل او له خلکو سره د پولیسو د اړیکو ښه کیدل، د دې وزارت د روان لمریز کال لاسته راوړنې دي.

ولسي جرګې ویلي، چې د کورنیو چارو پر وزیر سربیره به، په همدې ورځ د مالیې وزیر هم استیضاح کړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، د ″یوزرو درې سوه نهه اتیایم″ لمریز کال په بودجه کې بدلون د مالیې د وزیر ډاکتر عمر زاخېلوال د استیضاح سبب شوی دی.

د مالیې د وزارت ویاند عزیزشمس د سې شنبې په ورخ ازادي راډیو ته وویل، ډاکتر زاخېلوال حاضر دی، چې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې غونډې ته ورشي:

″د مالیې وزارت تیار دی، د خلکو استازی چې هرډول پوښتنې ولري، هغه ځواب کړي، هرکله چې ولسي جرګه وغواړي، د مالیې وزیر په مینه ورځي او پوښتنوته یې ځوابونه وايي.″

ولسي جرګې د دوشنبی په ورځ اعلان کړه، چې د کورنیو چارو او مالیې وزیران به د شنبې په ورځ استیضاح کړي.

ځینې په دې باور دي، چې که ولسي جرګه د یادو وزیرانو د کار له دوام سره موافقه هم ونه کړي، ښايي، پریکړه یې بیاهم د کاغذ پرمخ پاتې شي.

جرګې تیرکال د جون په میاشت کې لوی څارنوال محمد اسحق الکو په استیضاحیه غونډه کې دنه ګډون له امله سلب اعتماد کړی و.

په همدې توګه د سترې محکمې ريیس عبدالسلام عظیمي او د دې محکمې د عالي شورا پنځه غړي هم سلب اعتماد کړي وو.

له دې پریکړو شاوخوا اته میاشتې تیریږي، هغوی تراوسه هم په خپلو څو کیو پاتې دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG