د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۸

طالبان د ملاعبيدالله د مړينې په اړه له پاکستانه وضاحت غواړي

د طالب وسله والو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالب وسله والو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو یوه ویاند ذبیح اله مجاهد د دوشنبې په ورځ وویل، چې د عبیداله اخند کورنۍ ته په دې وورستیو کې د هغه له مرګه خبره وکړای شوی وو او ویل شوي، چې د دوه زره لسم میلادي کال د مارچ په پنځمه د زړه د ناروغي له امله یې د کراچۍ په کوم زندان کې ساه ورکړي وه.

په نویمې لسیزې کې چې کله طالبان په افغانستان کې واکمن وو، نو عبیداله د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر، یو لوی مرستیال پاتې شوی و. هغه د دوه زره اوم میلادي کال په لومړیو کې د پاکستان په جنوب لویدیځ ښار، کوټه کې نیول شوی و.

طالبانو وویل، دوی د پاکستان له چارواکو غواړي، چې د ملا عبیداله د نیولو او مرګ په اړه مفصل معلومات ورکړي. د ملا عبیداله نوم د هغه کسانو په ډله کې یادېده، چې د روان کال په لومړیو کې ممکن له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې د طالبانو استازیتوب وکړي.

له طالبانو سره د سولې د خبرو په لومړي ګام کې په قطر کې د دوی لپاره د رسمي دفتر د جوړلو خبره وشوه. د خبرو اترو په لومړي پړاو کې د ولسمشر اوباما ادارې له ګوانټانامو زندان څخه د طالبانو د پنځو مشرانو د خلاصولو مسالې ته پام اړولی. خو د امریکا په ګانګرس کې جمهوري غوښتونکي د دې بندیانو د خلاصون مخالفت کوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د جګړی د سیاسي حال لارې لپاره هڅې روانې دي، افغان حکومت له یو شمېر هیوادنو سره پر ستراتیژیکو پلانونو کار کوي، څو په دې توګه کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او خپله ډیر پاملرنه به په دې هیواد کې روزنیزو چارو ته اړوي، نو د دې تړونو له لارې به افغانستان د نورو هیوادونو پوځې او اقتصادي ډاډ تر لاسه کړي.

د دوشنبې په ورځ د ولسمشر کرزي دفتر وویل، چې افغانستان د پوځي روزنې او مالي ملاتړ د دوام په مقصد له ایټالیا سره اوږد مهال ستراتیژیک سند لاس لیک کړی دی.

د دې موافقې له مخې به ایټالیا له دوه زره څوارلسم میلادي کال څخه وروسته چې ټاکل شوې افغانان خپله امنیتي چارې په کامله توګه په غاړه واخلي او بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي؛ نو ایټالیا به په افغانستان کې خپل هڅو ته دوام ورکړي.

د ولسمشر کرزي دفتر د دې تړون په اړه ډېر تفصیل نه دی وړاندې کړی، چې ایټالیا به په ځانګړي توګه په افغاسنتان کې څه رول ولوبوي.

له طالبانو سره د خبرو او د افغانانو له خوا د امنیتي چارو د مسوولیت اخیستل هغه دوه مسالې دي، چې اوسمهال ورباندې په چټکۍ کار روان دی.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG