د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

په افغانستان کې د ښه سپي لقب 'روبي' ته ورکړل شو


د اومر موسسې کار کوونکی شاه محمد د هغه سپی روبی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال.
د اومر موسسې کار کوونکی شاه محمد د هغه سپی روبی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال.
په افغانستان کې د ماین ایستلو متخصصین وایي، د ماین په پیژندلو کې ورسره « سپیو » ډیره مرسته کړې ده.

د روبی په نوم یوسپی درې کاله کېږي، چې د اومر د ماین ایستلو په موسسه کې ترې کار اخیستل کېږي.

د اومر د ماین ایستلو د موسسې کارکوونکی شاه محمود وایي، د همدې سپي په مرسته، د ماین ایستلو په چارو بوخت دی.

دی وایي، روبي د لسګونو نورو سپیو په نسبت په ورښولي کار کې دقیق عمل کوي.

شاه محمود وایي، روبي له یوې پلټنې هم بې نتیجې نه دی راستون شوی:

″دا ډیر ځیرک سپی دی، په کار کې دقت کې کوي، کارسره مینه لري، زموږ څخه امتحان واخیستل شو، زما ډاګ په کې لومړی درجه وګټله، د همدې له امله ما او زما سپي ته جایزه راکړل شوه. دې سپي ته چې هره دنده ورسپارل شوې په کامیابي یې سر ته رسولې ده.″

په دې مناسبت د دوشنبې په ورځ په کابل کې، یوه ناسته جوړه شوې وه، چې ″روبي″ په کې د کال د «ښه سپي» په توګه وپیژندل شو.

په ناسته کې د اومر د ماین ایستلو د موسسې پر رییس او کارکوونکو سربیره د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت مرستیال او د ماین ایستلو د یوشمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.

په ناسته کې شاه محمود او د ده سپي ته جایزې هم ورکړل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ″والتري ګیوهن″ وویل، روبي یو ځانګړی سپی دی او په سلګونو متره و مربع ځمکه کې یې هم ماین کشف کړی دی.

ده وویل :

″نن ویاړو چې د یوکېناین د ټیم ښه کارکول ستایو، شاه محمود او دهغه ښه سپی ستایو، چې د ماین موندنې په چارو کې د جایزی مستحق ګڼل شوی دی، د دې سپي ښه کارکول هغه وخت ثابت شول، چې په دوه زره لسم میلادی کال کې یې له ده سره کار پیل کړ، شاه محمود د خپل سپي په مرسته په اته اونیوکې رکارډ جوړکړ.″

امریکا له یوزرو نهه سوه اوه نوی یم میلادی کال راهیسې په افغانستان کې د ماین ایستلو له چارو سره شاوخوا دوه سوه شل میلیونه ډالره لګولي دي.

دې هیواد د کېناین په نامه د ماین ایستلو موسسې ته په لومړی سرکې شل سپي ورکړي وو او اوسمهال هرکال په د پلټنې په مختلفو برخو کې په سلګونو روزل شوي سپي تمویلوي.

په افغانستا ن کې ماین کشفوونکې سپي ته، د «ښه سپي» لقب په داسې حال کې ورکول کېږي، چې اوس هم د هیواد په ځینو ناامنو سیمو کې پخواني ښخ شوي ماینونه شته چې د انسان او حیوان ژوند ته خطر پیښولی شي.

د اومر د موسسې مسوولینو وویل، دا دویم کال دی، چې په هیواد کې ماین کشفوونکي سپي د ښه سپي لقب اخلي.
XS
SM
MD
LG