د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۸

پکتيا کې اته وسله وال مخالفان نيول شوي

د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په تېرو څلوريشتو ساعتونو کې د دې ولايت په دوو مختلفو سيمو کې بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو په جلا جلا عملياتو کې د دولت اته تنه وسله وال مخالفان نيولي او له نيول شويو کسانو سره يو ځای، يوه زياته اندازه چاودېدونکي توکي او وسله هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې.

یوه افغان امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادۍ راډیو ته ويلي چې په دغو اتو کسانو کې يې درې تنه د بهرنيو ځواکونو لخوا په زرمت ولسوالۍ کې نيول شوي، چې ورسره يو ځای يې لس کړۍ د وسايطو ضد ماينونه هم نيول شوي دي.

سرچينه زياتوي چې بلخوا بيا افغان امنيتي ځواکونو پينځه تنه وسله وال له يو زيات شمېر سپکو او درنو وسلو سره يو ځای د پکتيا د مرکز ګردېز په مربوطاتو کې نيولي دي.

یاده امنيتي سرچينه وايي چې دا يې وروستيو وختونو کې يوه لويه لاسته راوړنه ده، چې په دومره زيات شمېر مهمات او وسله وال مخالفان نيسي.

خو دغې سرچينې دا ونه ويل چې نيول شوي کسان سوچه مخالفان دي او که نه په کومه خاص ډله پورې تړلي دي. د دې تر څنګ دا هم ندي ويل شوي چې ايا ټول نيول شوي کسان ټيټ پوړي جنګيالي دي؛ او که کوم مهم قوماندانان هم پکې شامل دي.

خو د امنيتي ځواکونو د دغې ادعا په اړه چې ګويا اته تنه وسله وال يې زيات شمېر وسلو سره نيولي، د دولت وسله والو مخالفانو تر دې دمه څه ندي ويلي.

افغان امنيتي ځواکونه د دغو وروستيو نيونو خبرونه په داسې حال کې ورکوي چې، په دې وروستيو وختونو کې د پکتيا ولايت په کچه امنيتي پېښې په خورا لويه فيصدي راکمې شوې دي.

دا چې په دغه ولايت کې د امنيتي پېښو د کموالي لاملونه څه دي، په اړه يې ويل کېږي چې له يوې خوا د معمول له مخې د ژمي د يخې هوا له امله د وسله والو طالبانو جنګيالي ګرمو سيمو ته کوچېدلي او بلخوا د قطر دفتر د پرانستې په تړاو خپرېدونکو ګرمو خبرونو د طالب جنګياليو وينې يو څه سړې کړېدي.

راپور – لمر نيازی
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG